د ۲۰۳ منصوري قول اردو قوماندان ایوب خالد وایي، د اسلامي اردو سرتېرو ته د میاشتني معاش تر څنګ ټول هغه امکانات په واک کې ورکول کېږي،چې د یوه هېواد اردو یې باید ولري.
خالد زیاته کړه:« هره قول اردو هره لېوا او هره کنډک به د دوی لپاره مدرسه وي، روزنه او تربیه به ورکول کېږي او خرچه به هم ورکول کېږي لکه اوس چې ورکول کېږي.»
د خوست والي محمد نبي عمري امنیتي ځواکونو ته خبرداری ورکړ،چې د محکمې له پریکړې پرته د چا د نیولو او ځورولو اجازه نه لري او که داسې اشخاص وموندل شول،په اړه به یې پریکړه نظامي محکمه کې تر سره کېږي.
عمري وايي:« هېچاته اجازه نه شته دی،چې څوک د محکمې له پریکړې پرته څوک بندي،شکنجه یا وځوروي او که داسې اشخاص وموندل شول،په اړه به یې پریکړه نظامي محکمه کې ترسره کېږي.»
د ۲۰۳ منصوري قول اردو قومانداني وایي، د د خوست تر څنګ اړوند نورو ولایتونو کې هم د اسلامي اردو لپاره نوم لیکنه روانه ده او تر اوسه پورې ۳۰۰ کسان له لنډ مهاله زد کړو فارغ شوي دي.