Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د لسګونه رغنیزو شرکتونو استازو اعتراض  کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/06

په کابل ښار کې د یکشنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د لېندۍ پر ۱۴ مه»  د لسګونه رغنیزو شرکتونو استازي د ښار جوړونې وزارت مخې ته  د اعتراض په ډول را ټول شوي وو او  ادعا کوي،چې سلګونه رغنیزې پروژې یې بشپړې کړي،خو پيسې نه ورکول کېږي.

معترضین وايي،له تېر حکومت سره یې سلګونه رغنیزې پروژې بشپړې کړي او د میلیاردونو افغانیو په لګښت یې د سلګونو نورو پروژو کارونه نیمګړي پاتې دي،خو هيڅ مسوله اداره نه شته دی،چې ستونزې يې حل او د پيسو ورکولو ډاډ ورکړي. 

د رغنیزو شرکتونو ټولنې مشر احمد فريد تاتار وايي:«  موږ ساختماني شرکتونه سړکونه جوړو، شفخاني جوړو،چې هلته  د ناروغانو درملنه وشي، مسجدونه جوړو،مدرسې جوړوو، کلينکونه جوړو، دا ټول موږ جوړو، انکشافي پروې ټولې موږ جوړو، ولې نن ورځ له پامه غورځول شوي يو. زموږ اوازهېڅ څوک نه اوري.»

تاتار وايي، ډېری پروژې یې د ښارجوړونې له  وزارت پورې اړوند دي، پداسې حال کې چې نوي حکومت تر اوسه پورې د ياد وزارت لپاره چارسمبالي وزیر هم نه دی معرفي کړی. 

تاتار زیاته کړه:« د ښار جوړونې وزارت برخلیک مالوم نه دی. د ښار جوړونې چارسمبالی وزير تر اوسه پورې نه دی معلوم شوی. د  نورو وزارتونو هغه معلوم شوي دي، تر څو زموږ اينوايسونه او اسنادو رسېدنه وکړي.»

  د یوه ساختماني شرکت مشر  حبيب الرحمن وايي:« يو له ډېرو عمده ستونزو څخه چې په تېرو درېيومياشتو کې ورسره مخ يو، هغه د ښار جوړونې وزارت په چوکاټ کې د وزير نه شتون دی. زه نه پوهېږم، که ادغاميږي،نو له کوم وزارت سره دې ادغام شي او که کوم بل وزير ټاکل کېږي بايد وزير وټاکل شي،ځکه دلته په سلګونه شرکتونه دي.چې له دې وزارت سره یې کار کړی دی.»

د رغنیزو شرکتونو دغه استازي د اوسني خراب اقتصادي وضعیت او فقر لامل هم د هغو سلګونو پروژو ځنډول یادوي،چې دوی سره په ‌کې زرګونه کسان پر کار بوخت وو.

د یوه  ساختماني شرکت مشر رياض وايي:«  زموږ له دوی سره اينوايسونه بند دي. زموږ له دوی سره نيمه پروژې بندې دي، نه زموږ پروژې پرانېستل کېږي،نه زموږ اينوايسونه راکول کېږي.موږ چې وزارتونو ته ورځو،نو په همدې الفاظو ورته وایو، په زاريو له تاسو نه د خپلو پيسو غوښتنه کوو.»

د یوه بل ساختماني شرکت مشر اسماعيل بیا وايي:« ساختماني شرکتونه د اسلامي امارت يو بازو دی، ځکه نن سبا په افغانستان کې دغه اقتصادي  ستونزې راغلي دي او خلک بې کاره دي،له هر شرکت سره په سلګونه کسانو کار کاوه.»

د افغانستان د رغنیزو شرکتونو  ټولنه وايي، د شااوخوا ۵۰۰  شرکتونو پیسې یرغمل شوي او که ورنه کړل شي خپل اعتراضونه به پراخ کړي.

مالیې وزارت تازه څه نه دي ویلي،خو وړاندې یې یادې ټولنې ته ډاډ ورکړی وو،چې د ستونزې حل لپاره یې هڅې پیل کړي دي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist