Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قریشي: طالبان به د سولې خبرو ته حاضر کړو

قریشي: د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو سازمان راتلونکې ناستې کوربتوب کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/05

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي، اسلام ‌اباد د افغانستان په‌ اړه د اسلامي همکاریو سازمان د غړو هېوادونو کوربتوب کوي.

قریشي په یو تازه ټویټ کې ویلي،دغه ناسته د سعودي عربستان په غوښتنه او وړاندیز د روانې ډیسمبر میاشتې په پنځلسمه نېټه اسلام‌اباد کې ترسره کېږي او هیله‌ یې ښودلې،چې ښې پایلې به ولري.

قریشي  زیاتوي:« په افغانستان کې جدي بشري وضعیت ته په کتو سره، پاکستان د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او د هغوی د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې کوربتوب کوي. دغه ناسته به د روانې ډیسمبر میاشتې پر ۱۵مه نېټه جوړه شي.»

قریشي ټینګار کړی دی، که نړیوال په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورین مهارول غواړي،باید د افغانستان ۹.۵ میلیارده کنګل شوې پیسې راخوشې کړي.

قریشي ویلي،په دې تړاو یې تر دې وړاندې هم یو شمیر اروپايي او امریکايي هېوادونه را غوښتي وو،چې ګډې مشورې ورسره وکړي.

قریشي زیاتوي:« موږ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي هېوادونه لکه؛ کاناډا، جرمني، استرالیا، د اروپايي ټولنې، نړیوال بانک او ملګروملتونو استازي را غوښتي وو،چې د افغانستان په تړاو د اړوندو سازمانونو او نړیوالو یوه ګډه هوکړه ترسره شي.»

پاکستان تر دې وړاندې، د ټرویکا پلس ناستې کوربتوب وکړ،چې د امریکا، روسیې او چین استازو په‌ کې له افغانستان سربیره پر نړیوالو مسایلو بحثونه وکړل.

کابل په  اسلا‌اباد کې راتلونکې ناستې ته چې لس ورځې وروسته د ریاض پر مشرۍ ترسره کېږي، هېله‌ مندي ښودلې او د دې ناستې هرکلی یې کړی دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي
افغانستان

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

جولای 21, 2026
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی
افغانستان

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

جولای 21, 2026
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې
افغانستان

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

جولای 21, 2026
نورستان کې د سېلابونو راوتو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي
افغانستان

نورستان کې د سېلابونو راوتو له امله درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي

جولای 21, 2026
د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی
افغانستان

د ایران حکومت اصفهان کې یو افغان وګړی اعدام کړی

جولای 20, 2026
چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ
افغانستان

چین او روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اختلافونو هواري کې مرستې ته چمتوالی اعلان کړ

جولای 20, 2026

وروستي خبرونه

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

تازه راستانه شوي کډوال د سرپناه او کار غوښتنه کوي

جولای 21, 2026
امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

امریکا: د اټومي تأسیساتو تر ویجاړېدو پورې پر ایران بریدونو ته ادامه ورکوو

جولای 21, 2026
موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

موټر چلوونکي: د تېلو لوړو بیو له امله د خپلو موټرو لګښتونه نه شو پوره کولی

جولای 21, 2026
ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

ملګري ملتونه: ميلیونونه افغان میندې او ماشومان د خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي

جولای 21, 2026
اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

اروپايي ټولنه: افغانستان کې لاهم د میندو مړینې کچه لوړه ده

جولای 21, 2026
د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

د نیمروز رېګونو کې مړو شویو له ډلې د پنځو ځوانانو جنازې بلخ ته ورسېدې

جولای 21, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist