Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

اروپا کې د افغان کډوالو پناه غوښتنې شمېر  ۷۲ سلنه زیات شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/04

اروپا کې د پناه غوښتوونکو د ملاتړ دفتر وايې،د اروپا د پناه غوښتوونکو د ملاتړ دفتر وايي د افغان کډوالو د پناه غوښتنې لړۍ ډيره زیاته شوې ده.

یاد  دفتر پخپل وروستي راپور کې ویلي،له تېرې اګسټ میاشتې پورې دا شمېر ۱۰ زره وو، خو له سپټمبر وروسته د غوښتنلیکونو شمیر ۱۷ زره ته پورته شوی دی.

اروپا کې د پناه غوښتوونکو ملاتړ دفتر د راپور یوه برخه:« د روان کال په سپټمبر کې، اروپايي هېوادونو ته د افغان کډوالو له لوري د پناه غوښتنې ۱۷ زره غوښتنلیکونه ور رسېدلي دي. دغه شمېر د تېر اګسټ پرتله،چې ۱۰ زره وو، ډېر زیات شوی دی. همدا راز دا کچه د سوري کډوالو دوه برابره ده.»

یاد دفتر لیکي،چې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته د پناه غوښتنې په کچه کې ۷۲ سلنه زیاتوالی راغلی.

د کډوالو د ملاتړ دې دفتر د پناه‌ غوښتونکو ډېری یې هغه کسان یاد کړي،چې په اګست میاشت کې د تخلیې پروسې له لارې اروپايي هېوادونو ته رسیدلي دي.

اروپا کې د پناه غوښتوونکو ملاتړ دفتر راپور یوه برخه:« د تېرو څو کلونو په ترڅ کې اروپا ته د افغان کډوالو په پناه غوښتنه کې ۷۲ سلنه زیاتوالی راغلی دی. دا غوښتنې له تېرې اګسټ میاشتې وروسته چې طالبان واک ته رسیدلي دي، ډېر شوی،ځکه ډېر شمیر کسان د تخلیې پروسې له لارې اروپايي هېوادونو ته تللي او هغوی بیا هلته پناه غوښتې.»

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي،د کډوالو د شمیر له ډېریدو سره اروپايي هېوادونه هم د ترهګرۍ او جنايي پیښو د زیاتیدو اندیښنه لري،خو رښتینی زیان یې د افغانستان راتلونکي ته رسېږي.

د سیاسي چارو شنونکی اجمل سهیل  وايي:« مهمه او اساسي خبره د مغزونو فرار ده،چې کله په یوه هېواد کې د مغزونو فرار رامنځ ته شي، نو بیا ټولنه او هېواد هغو کسانو ته پاتې کېږي،چې په مختلفو اړخونو کې وړتیا او استعداد نه لري او نظام د بربادۍ لور ته ځي.»

بل لور ته نړیوال هم د کډوالو د کړکیچ زیاتیدل د ناورین په توګه یادوي او پر اسلامي امارات د سیاسي فشار په توګه هم ترې ګټه پورته کوي،چې ژر د هغوی غوښتنې ومني.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي
افغانستان

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی
افغانستان

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي
افغانستان

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري
افغانستان

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist