Skip to content
کرېملین ويلي، ولسمشر ولادیمیر پوتین به د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره په غونډه کې، چې راتلونکو څو ورځو کې به ترسره شي، د نورو موضوعاتو ترڅنګ پر افغانستان هم خبرې وکړي.
د کریملین یوه سلاکار یوري اوشاکوف پرون ویلي، په دې سرمشریزه کې به د افغانستان، لیبیا، سوریې، ایران او نورو هېوادونو پر اړوندو مسایلو خبرې وشي.
اوشاکوف ویلي، پوتین دغه راز غواړي، بایډن ته د امنیتي ضمانتونو د هغې طرحې خبره هم وریاده کړي، چې له مخې یې باید د ختیځ پر لور د ناټو د پراختیا مخه ونیول شي.