Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کارپوهان: له ډيپلوماتیک پلوه نړۍ اسلامي امارت په خاموشه توګه پر رسمیت پېژندلی 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2021/12/04

 د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي،له نړۍ سره د افغانستان دن وي دولت اوسنۍ اړیکې د خاموشه رسمیت پیژندنې په مانا دي او د اسلامي امارت سیاست کې بدلون او د نړیوالو نرمښت ته په کتو به دغه خاموشه رسمیت پیژندنه په رسمي اړیکو بدله شي، خو دا کار وخت نیسي. 

 د سیاسي چارو کارپوه  عبدالستار سعادت  وايي:« د طالبانو په سیاست کې ژور بدلون او د نړۍ هارډ پاور له کارولو وروسته غواړي،یو مشترک ټکي ته سره ورسیږي، دا خت ونیسي،خو د نړۍ او افغان دولت ترمنځ خاموشه پر رسمیت پیژندنه شته دی، خو دا به په رسمي پیژندنې واوړي.»

له هغې وروسته،چې پخوانی نظام ړنګ او اسلامي امارت واک ته ورسید، سيمې او نړۍ له افغانستان سره د خپلو سیاسي اړیکو دروازې وتړلې او لاهم افغانستان د نړیوال مشروعیت په برخه کې تر پوښتنې لاندې دی. 

خو له افغانستان سره د نړۍ بشري مرستې او په کابل  کې د ګڼو هیوادونو د سفارتونو فعالیت افغانان هیله من کړي،چې یوځل بیا به یې له نړۍ سره رسمي اړیکې ټینګې شي. 

 د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار بیا وايي، هغه مهال دې هېوادونو ته په کابل کې د سفارت د پرانېستو اجازه ورکړل شي،چې اوسنی حکومت پر رسمیت وپیژني او په خپلوهېوادونو کې د افغانستان استازي د سفیرانو په توګه ومني.

حکمتیار  زیاته کړه:«  زموږ نظر دا دی،چې دا سفارتونه باید یوازې هغه مهال په کابل کې د پرانېستو اجازه ترلاسه کړي،چې هېوادونه یې باالمثله معامله له افغان حکومت سره وکړي. لومړي دې دوی د کابل نوی حکومت پر رسمیت وپیژني او د دغه نوي حکومت سفارتونه باید په دغو هېوادونو کې پرانېستل شي او له هغې وروسته دې دوی ته اجازه ورکړل شي،چې راشي کابل کې خپل سیاسي دفاتر خلاص کړي.»

کارپوهان وايي، افغانستان د نړۍ د یوشمېر هېوادونو له یو اړخېزو دیپلوماتیکو اړیکو سره مخ دی او باید هڅه وشي،دغه اړیکې په دوه اړخېزو اړېکو بدلې شي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج  وايي:« له دیپلوماتیک اړخه افغانستان ته په رسمیت پیژندل ډېر مهم دي او د بل هېواد سفارت چې کابل کې پرانېستل کېږي باید د افغانستان سفارت هم په هغه هېواد کې پرانېستل شي او دوه اړخېزې اړیکې باید موجودې وي.»

په دې تړاو اندیښنې هم موجودې، هغه دا چې که افغانستان په همدې توګه په نړیواله انزا کې پاتې شي،نو افغانستان به یوځل بیا د داسې ترهګرۍ په مرکز بدل شي،چې ځنې هېوادونه به ترې خطر احساس کوي. 

د سیاسي چارو کارپوه حکمت الله حکمت  وايي:«که خدای مه کړه افغانستان په اقتصادي او دیپلوماتیک لحاظ له نړۍ سره د رسمي اړیکو او مشروعیت خبره حل نه کړي، نو سیمې او نړۍ به ته دا اندیښنه پیدا شي،چې په راتلوونکې کې افغانستان د دغسې ترهګرو ډلو پرمرکز بدل شي،چې یو ځل د دوی هېوادونه ترې ننګول شوي دي.»

دپاکستان، ایران،ترکیې،روسیې،چین،ازبکستان،ترکمنستان،قزاقستان،متحده عرب اماراتو سفارتونو تر څنګ د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ هم په کابل کې فعاله ده،چې د وییانا او شیکاګو کنوانسینونو پر اساس دا یو اړخېزې دیپلوماتیکې اړیکې بلل کیږي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني
افغانستان

ګل حسن: یو شمېر هېوادونه به نږدې راتلونکي کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

نوومبر 1, 2026
باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist