Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/31

نېږدې دوه کاله کېږي چې اسرایيلي ځواکونو د غزې پر ولس خونړي بریدونه پیل کړي او لاهم دوام لري.

په دې شاوخوا دوه کلنه جګړه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر۵۴ زره زیات فلسطیني وګړي شهیدان شوي او تر ۱۲۰ زرو زیات ژوبل شوي دي.

له نورو ولایتونو سربېره پلازمېنه کابل کې هم زرګونه کسانو د یوه لاریون په لړ کې پر بې ‌دفاع فلسطینیانو د اسراییلي رژیم بریدونه وغندل او د فلسطین له خلکو یې ملاتړ اعلان کړ.

لاریون کوونکي پر غزې د اسراییلي ځواکونو دوامداره بریدونه او بمبارۍ د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف عمل بولي او ژر تر ژره یې د بندېدو غوښتنه کوي.

یو تن لاریون کوونکی وايي: « موږ له نړۍ دا غوښتنه کوو چې د یهودو دې ظلم ته باید د پای ټکی کېږي. په مسلمانانو ظلم روان دی او کوچني ماشومان قتل کېږي. د فلسطین خلک محاصره دي، درمل، اوبه او خوراکي توکي نه ورپرېښودل کېږي.  جوړ شوي سازمانونه باید خپله دنده ترسره کړي.»

یوتن بل لاریون کوونکی وايي: « د یوه مظلم ملت پر وړاندې د روان ظلم، وحشت او بربریت د مخنیوي لپاره، غوښتنه کوو چې دغه ظلم پای ته ورسېږي او مخه یې ونیول شي. په نړۍ او په ځانګړې توګه د بشري حقونو پر ملاتړو ادارو غږ کوو چې نور د دې ظلم او ستم مخه ونیسي.»

‌په ‌ورته مهال، یو شمېر نور لاریون کوونکي د ملګرو ملتونو په شمول په نورو سازمانونو او د بشر حقونو پر ملاتړو نیوکې کوي چې غزه کې په روان ظلم يي سترګې پټې کړې او د هغوی غږ نه اوري.

د عبدالرحمن جامع جومات ملا امام وايي: « که څه هم تاسو خپلې ښځې د هغوی په مقابل کې بې ستره او بې حجابه کړې، خو د قرآن د دې آیت پیغام باید په غوږ کې ونیسئ چې دا کافران له موږ او تاسو نه راضي کېږي.»

بله خوا د اسلامې امارت رییس الوزرا ملامحمد حسن اخوند هم په غزه کې روان ناورین غندلی او په دې اړه يې د نړۍ چوپتیا دردونکې بللې.

نوموړي پر ټولو هېوادونو غږ کړي چې غزه کې د اسراییلو د بریدونو مخه ونیسي.

اخوند زیاته کړې: « موږ یوځل بیا په غزه باندې د اسراییلو بریدونه او نسل وژنه په کلکو ټکو غندو او په ټولو هېوادونو غږ کوو چې د دې ناورین د پای ته رسیدو لپاره هر څه عاجل مثبت اقدامات وکړي او هلته روان ظلمونه او وحشتونه پای ته ورسوي.»

‌په پلازمينه کابل کې لاريون کوونکو د فلسطین د خلکو پر ملاتړ غږ اوچتول د ټولو مسوولیت وګاڼه او په دې اړه یې د نړیوالو چوپتیا غیر عادلانه عمل وباله.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist