Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: تېر کال د رسنیزو سرغړونو لسګونه قضیو ته رسېدنه شوې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت: تېر کال د رسنیزو سرغړونو لسګونه قضیو ته رسېدنه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/08

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معینیت د کتاب ارزونې، رسنیزو شکایتونو او سرغړونو د څېړنو او د لوحو او اعلاناتي بنرونو د اصلاح کمېسیونونو د تېر یوه کال په اوږدو کې خپلې لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.

چارواکي وایي، له تېر یو کال راهیسې یې د رسنیزو سرغړونو لسګونو قضيو ته رسېدنه کړې او په خبره یې اړتیا ده چې د سرپرست حکومت او رسنیو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته شي.

په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کې پر رسنیو د څار کمېسیون رییس صفي‌الله راید وايي: « په تېرو ۱۲ میاشتو کې مو د رسنیزو سرغړونو په برخه کې سلګونه قضیې څېړلې دي، د کتابونو ارزونې له لارې مو د فکري آلودګۍ مخه نیولې، د لوحو او اعلاناتو د اصلاح له لارې مو د ښاري چاپېریال د سالم کولو هڅه کړې.»

د رسنیزو شکايتونو او سرغړونو د څېړنو کمېسیون استازی محمد شفیق وايي:« قوي مسلکي اخلاقي تګلاره غواړي، روښانه او قوي فکر غواړي. د دې لپاره دواړو خواوو ته زما وړاندیز دا دی چې اسلامي امارت پر رسنیو باور وکړي، رسنۍ هم دا اعتماد وساتي او په دې سره روانه بېړۍ منزل ته پر ګډه ورسوو.»

په ورته مهال، ځينې نور مسوولین وایي په تېرو درېیو کالو کې يې له بازاره سلګونه هغه کتابونه راټول کړي چې د اسلامي اصولو خلاف و، ژبني تعصب ته په کې لمن وهل کېده او له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې وو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کاپي رایټ آمر عبدالحق حماد وايي: « تراوسه دې کمېسیون ډېرې ښې راسته راوړنې درلودلې دي. په سلګونو هغه مضر کتابونه چې افغانستان ته وارد شوي وو او دلته په ډېره پراخه پیمانه تشهیرېدل، چاپېدل او په ډېر ارزانه قیمت تر خلکو رسېدل، د دې مخنیوی شوی او ترڅنګ یې هغه مفید کتابونه چې د دغو کتابونو ځای نیولی شي، ترویج ته یې کار شوی.»

د لوحو او اعلاناتي بنرونو د اصلاح کمېسیون استازي بیا د ځانګړي پلان له مخې د ښاري نظم او د ملي ژبو د ارزښت ساتلو په موخه د خپلو هڅو خبر ورکړ او زیاته یې کړه، د ياد کمېسیون له جوړېدو تر دې دمه څه باندې ۱۰زره لوحې اصلاح او ارزول شوې دي چې له ډلې یې ۱ زر۳۲۶ لوحې غیر معیاري ثبت شوې دي.

د لوحو او اعلاناتي تابلو ګانو د اصلاح کمېسیون غړی ولي ګل جواد وايي: « د یاد کمېسیون اصلي دنده او موخه په هېواد کې د ملي ژبو او فرهنګي میراثونو ساتل، بډاینه او خوندیتوب دی چې مهمه برخه یې په بهرنیو ژبو د بې مفهومه او را تپل شویو لوحو او تابلو ګانو د مصطلاحاتو بدلون او اصلاح په خپلو ملي ژبو دی. یاد کمیسیون په دې برخه کې خورا مثبت او ګټور رول لوبولی او د پام وړ لاسته راوړنې هم لري. په ویاړ سره ویلی شو چې نن زموږ د هېوادوالو سترګې په عامه ځایونو او واټونو کې په داسې کم شمېر لوحو او تابلوګانو لګېږي چې زموږ له خوږو ژبو او ملي فرهنګ بهر پاتې وي.»

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي د رسنیو او خپرندويه ټولنو له لوري له اسلامي اصولو او ملي ارزښتونو سم د ټولو فعاليتونو ملاتړ په اړه د ډاډ ورکولو ترڅنګ ځينې غوښتنې هم لري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین حیات‌الله مهاجر فراهي وايي: « د کتاب د چاپ صنعت ته وده ورکول، ترڅو په بېلابېلو برخو کې د ناشرانو حمایت وشي. له دوی مو هم هیله او غوښتنه دا ده چې داسې څه ټولنې او ځوانانو ته وړاندې کړي چې د سبا ورځې لپاره دوی ته هم خدايي مسوولیت نه وي او خلک هم ترې یوه اندازه ګټه واخلي. اسلامي امارت په تمامه مانا باندې له ناشرانو او کتاب پلورونکو ملاتړ کوي.»

د لاسته راوړنو د شريکولو په دې غونډه کې د چارو ادارې چارواکي وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتي چارو معينيت درې ګوني کمېسيونونه باید د ځوانانو سالمې روزنې په برخه کې خپلې هڅې د ارزښتونو په چوکاټ کې جارې او دوامداره وساتي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري
افغانستان

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026
جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.
افغانستان

جرمني: له افغانستان سره ډیپلوماټيکې اړیکې، د ښه‌ والي برعکس پخواني حالت کې دي.

مې 6, 2026
د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي
افغانستان

د خواجه اصف ادعا؛ هند د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد استفاده کوي

مې 6, 2026
کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026

وروستي خبرونه

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

د کانګرس غړي کانګو ته د افغان پناه‌غوښتونکو د لېږد په اړه مخالفت لري

مې 10, 2026
د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist