Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
صادق خان: د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغېدو خنډ دی

صادق خان: د پاکستاني طالبانو تحریک د افغانستان او پاکستان د اړیکو رغېدو خنډ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/08

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د “تروریزم تر سیوري لاندې پاکستان- افغانستان اړیکې” تر سرلیک لاندې یوه سیمینار ته د خبرو پرمهال ویلي، د افغانستان سرپرست حکومت تر اوسه پورې د پاکستاني طالبانو تحریک(ټي.ټي.پي) په اړه د پاکستان اندېښنو ته رسېدنه نه ده کړې.

محمد صادق خان دغه راز ادعا کړې چې له امریکا سره د جګړې پر مهال ټي.ټي.پي له افغان طالبانو ملاتړ کړی و او همدې همکارۍ ته په پام اوس د افغانستان چارواکي د يادې ډلې پر وړاندې ګام پورته کولو په تړاو وېشلي نظرونه لري.

صادق خان په دې اړه ویلي: « سره له دې چې په وروستیو کې د پاکستان بهرنیو چارو وزیر کابل ته مثبت سفر درلود، خو لاهم پاکستاني طالبان د پاکستان او افغانستان تر منځ د اړیکو په لاره کې خنډ پاتې دي. د پاکستاني طالبانو تحریک یوازې د پاکستان لپاره ننګونه نه ده بلکې د پاکستان او افغانستان اړیکې زیانمنوي او ډېری افغانان له دې واقعیت خبر نه دي. دا چې ټي.ټي.پي د افغان طالبانو پر ملاتړ د امریکا پر ضد جګړه کې برخه اخیستې وه؛ اوس افغان طالبان وېره لري که د ټي.ټي.پي پر ضد اقدام وکړي، هغوی به له داعش سره یوځای شي.»

که څه هم د افغانستان حکومت په دې اړه تازه څه نه دي ويلي، خو په تېر کې يې په ځلونو په افغانستان کې د وسله ‌والو ډلو موجوديت ادعاوې رد کړې دي او ډاډ یې ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

د سیاسي چارو شنونکي بیا په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک د موجودیت په اړه د پاکستاني چارواکو ادعا بې ‌بنسټه بولي او وایي، دغه هېواد تل د خپلو ګټو لپاره د خپل بام واوره پر نورو اچوي.

پخوانی ډېپلومات عزیز معارج وايي: « د پاکستان پالیسي یا د افغانستان په اړه د دوی بهرنی سیاست تل د پاکستان د ګټو پر بنسټ جوړ شوی او عملي شوی دی. په اوسني حالت کې دوې سترې موخې لري؛ یو دا چې د هند پلاوي افغانستان ته راځي او پاکستان کوښښ کوي چې هند او د سیمې هېوادونو ته وښيي چې افغانستان د دوی دوست هېواد دی، ملاتړ او دفاع یې کوي، یانې غواړي افغانستان په دې مسایلو کې ښکېل کړي. ترڅنګ یې دا هم ښيي چې د ترهګرو ځالې او مرکزونه افغانستان دی نه پاکستان کې.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « دا د پاکستان خپلمنځني ستونزې دي او باید په خپله یې حل کړي. څرنګه چې په پاکستان کې روان کړکېچ اوس په سیاسي، اقتصادي او نظامي لحاظ د دوی له کنټرول وتلی، ځکه نو د خپلو ناکامیو پړه پر افغانستان اچوي. د افغانستان حکومت په وار وار دا خبره کړې چې ټي.ټي.پي یا نور تروریستي ګروپونه په افغانستان کې نه شته او نه هم له دې ځایه تمویلېږي.»

ځینې نور بیا په دې اند دي چې پاکستان د دې ډول بې ‌بنسټه ادعاوو پر بنسټ غواړي پر سرپرست حکومت د فشارونو راوړلو له لارې خپل اهداف تعقيب کړي.

د سیاسي چارو شنونکی اسماعیل ځدراڼ وايي: « زه فکر کوم دوی له دې لارې په اسلامي امارت فشار راوړي، ترڅو د دوی غوښتنې ومني او د لاسوهنې داسې زمینه برابره شي لکه په تېرو دولتونو کې چې دوی کوله. خو اسلامي امارت په جرئت سره ورته وايي چې د دوی لاسوهنې ته اجازه نه ورکوي او که پاکستان غواړي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري، نو باید له نړیوالو قوانینو او اصولو سره سم د سفارت له لارې مخکې لاړ شي.» 

پاکستاني چارواکي په داسې حال کې له افغان خاورې د ترهګرو ډلو د ګواښونو په تړاو خبرداری ورکوي چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت څو ځله د ګاونډیو او سیمې هېوادونو پر وړاندې د افغان خاورې د نه ‌کارېدنې ډاډ ورکړی او د یو شمېر هېوادونو دا ډول ادعاوې یې ناسمې بللې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو
افغانستان

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي
افغانستان

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی
افغانستان

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره
افغانستان

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي
افغانستان

د ملي لوبغاړي شاه پور ځدراڼ جنازه په کابل کې خاورو ته سپارل کېږي

جولای 9, 2026

وروستي خبرونه

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

د غیر معیاري خوراکي توکو او درملو د مخنیوي قانون توشېح شو

جولای 9, 2026
د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

د چاپیریال ساتنې عمومي اداره: ټول هېواد کې له ۱۵ میلیونه ډېر نیالګي کېنول شوي

جولای 9, 2026
د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

د اقینې او حیرتان بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ غځولو چارې پیل شوې

جولای 9, 2026
د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

د کډوالو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له جګ پوړو استازو سره د کډوالو پر ستونزو غږېدلی

جولای 9, 2026
کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

کورنیو چارو وزارت په لومړي ځل د ډي‌اېن‌اې سیسټم فعال او ګټه اخستنې ته وسپاره

جولای 9, 2026
ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو د خبرو له لارې د کابل – اسلام اباد د اختلافونو هواري غوښتنه کړې

جولای 9, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist