Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پر پاکستان د هند برید؛ شهباز شریف د ځوابي برید ګواښ کړی

پر پاکستان د هند برید؛ شهباز شریف د ځوابي برید ګواښ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/05/08

د چهارشنبې شپه پر پاکستان د هند په نظامي بريد کې که څه هم هند د شاوخوا ۱۰۰ ترهګرو د وژلو ادعا کړې، خو پاکستان بيا وژل شوي کسان ملکيان بولي او د وژل شویو شمېر يې ۲۶ او د ټپيانو هغو يې ۴۶ ښودلی.

د هند حکومت ادعا کړې چې د سندور عملیاتو د یوې برخې په توګه یې د پاکستان په خاوره او د دې هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ترهګرو نهه مرکزونه پر نښه کړي دي.

پاکستان دغه ادعا نه مني او وايي، په مظفراباد، کوټلي او بهاولپور کې ملکي سیمې پر نښه شوې دي.

هند دا بريد د کشمیر په پهلګام کې پر سيلانيانو د شوي برید غچ اخيستنه بولي او موخه يې په پاکستان کې د ترهګریزو بنسټونو له منځه وړل ګڼلي دي.

د هند د پوځ لوړ پوړې چارواکې صوفیه قریشي په دې اړه وايي: « ګرانو هېوادوالو! تاسې پوهېږئ چې د ۲۰۲۵ کال اپریل میاشتې پر ۲۲مه نېټه د کشمېر په پهلګام کې څنګه په بې ‌رحمانه ډول بې ‌ګناه خلک په نښه او ووژل شول؟ موږ تېره شپه ناوخته په یوه‌ نیمه ‌بجه د هغو بې ‌ګناه خلکو غچ واخیست. د هند زوړو سرتېرو د سندور په عملیاتو کې ټول هغه ځایونه پر نښه کړل چې ترهګر په کې مېشت وو او یا په کې روزل کېدل. باید په واضح ټکو ووایو چې په دې بریدونو کې ملکي خلکو ته زیان نه ‌دی اوښتی.»

اخوا هند دا هم تایيد کړې چې د دې هېواد تر کنټرول لاندې کشمیر کې د پاکستان ځوابي بريد په پايله کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۴۷ نور ټپيان دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هند له لوري د پاکستان پر خاوره برید ته سخت غبرګون ښودلی او ويلي يې دي د پاکستان پوځ او خلک پوهیږي چې د يادو بريدونو په بدل کې څه وکړي.

شریف زیاته کړې: « زموږ مکار دوښمن د پاکستان په خاوره کې دننه برید کړی. موږ به هغوی ته کلک او غاښ ماتونکی ځواب ورکړو. پر موږ شوی برید به هېڅکله بې ‌ځوابه پاتې نه ‌شي. د پاکستان ټول خلک له پوځ او خپل حکومت سره ولاړ دي. د دوښمن برید به بې ‌ځوابه پاتې نه ‌شي.»

د نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال دي چې د پاکستان دفاع وزارت ویلي، د هند له لوري د بريد پرمهال يې د دې هېواد ۶ الوتکې راغوځولې دي.

د دې هېواد د پوځ لوی درستیز عاصم منير بیا دا رد کړې چې ګني د هند او پاکستان جنګي الوتکې دې د يو بل حريم ته داخلې شوې وي.

له بلې خوا، د جيش محمد ډلې مشر په يوه بیان کې په داسې حال کې چې پاکستان د هند په بريدونو کې وژل شوي کسان ملکيان بللي، خبر ورکړی چې د پنجاب ايالت په بهاولپور کې د هند د بريد له امله یې د کورنۍ۱۰غړي او څلور مهم ملګري وژل شوي دي.

پر پاکستان د هند برید ته په نړیواله کچه غبرګونونه هم ښودل شوي.

 د ملګرو ملتونو په ګډون د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دواړو اټومي قدرتونو ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو مخنیوي لپاره د زغم غوښتنه کړې.

همدارنګه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د هند او پاکستان د ملي امنیت سلاکارانو سره په یوه غونډه کې له دواړو هېوادونو غوښتي چې د تاوتریخوالي له زیاتولو ډډه وکړي.

د اسلامي امارت سرپرست حکومت هم د هند او پاکستان تر منځ روان کړکېچ د اندېښنې وړ بللی او د سیمې روان وضعیت لپاره یې زیان اړوونکی بولي.

 د بهرنیو چارو وزارت یوه  اعلامیه کې ویلي، امنیت او ثبات د ټولې سیمې لپاره مهم او پر ګټه دی.

د اعلامیې یوه برخه:« د افغانستان اسلامي امارت امنيت او ثبات د ټولې سیمې پر ګټه بولي او پر دواړو لوریو غږ کوي چې له زغم کار واخلي او ستونزې د ډيپلوماسۍ له لارې په خبرو او تفاهم سره حل کړي.»

د دغو غبرګونو په لړ کې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم خبرداری ورکړی چې روان تاوتريخوالی د دواړو خواوو پر زيان دی.

خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: « په کشمیر کې د سیلانیانو وژنه او اوس په پاکستان کې پر اهدافو د هند برید د پېښو یوه وحشتناکه لړۍ ده. دواړه خواوې باید د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخه ونیسي. تاوتریخوالی د ناورین لاره ده.»

د کشمیر په اړه د هند او پاکستان ترمنځ اختلاف او له امله يې وخت ناوخت تاوتریخوالی اوږد تاریخ لري.

دواړه هېوادونه دا سیمه د خپلې خاورې برخه ګڼي او په تېر کې یې په اړه څو ځله جګړې هم کړې دي.

اوسنی کړکېچ دوې اوونۍ وړاندې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر په پهلګام سیمه کې پر سیلانیانو له مرګوني برید سرچینه اخلي.

 په دې برید کې ۲۶ کسان ووژل شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي
نړۍ

د ایران – امریکا سولې هوکړه د جمعې په ورځ لاسلیک کېږي

جون 16, 2026
پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي
نړۍ

پر یو بل د ایران او امریکا بریدونو د سولې خبرې پېچلې کړې دي

جون 2, 2026
بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو
نړۍ

بېجېنګ: مسکو سره په ګډه نړیوال نظام کې څو قطبي واک رامنځته کوو

مې 21, 2026
د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې
نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: د بودیجې کسر نړیوالو روغتیايي ننګونو ته رسېدنه سخته کړې

مې 20, 2026
سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی
نړۍ

سراج الحق: پاکستان د نشه‌يي توکو له پراخېدونکي ګواښ سره مخ دی

مې 18, 2026
امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي
نړۍ

امریکا او اسراییل پر ایران د بریدونو بیا پیلولو چمتوالی نیسي

مې 18, 2026

وروستي خبرونه

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist