Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلخ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښناتولیدولو پروژې چارې پیل شوې

بلخ کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښناتولیدولو پروژې چارې پیل شوې

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/04

بلخ ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټو په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید پروژې چارې پيل شوې.

د دې پروژې ټول‌ لګښت ۳۰ ميليونه ډالر اټکل شوی چې د پانګوالو او سوداګرو له لوري ورکول کېږي. د دوی په خبره، د پروژې په بشپړېدو سره به د برېښنا کمښت په برخه کې د خلکو او صنعتکارانو ستونزې راکمې شي.

پانګوال محمد ابراهیم غضنفر وايي: « په اصل کې ۴۴.۵ مېګاواټه لمریزه برېښنا به په دهدادي کې تولید شي. نن مو د دې پروژې پرانیستنه وکړه او په ۵۰۰ جریبه ځمکه به جوړه شي. په دې پروژه شاوخوا ۳۰ میلیونه ډالره پانګونه کېږي چې کارونه به یې له ۲۰ تر ۲۴ میاشتو وخت واخلي.»

د افغانستان برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر وايي: « د دې پروژې په پرانیستلو سره به زرګونه کورنۍ، فابریکې، سوداګریز مارکېټونه او دولتي ادارې له برېښنا برخمنې شي. همدارنګه سلګونه یا زرګونه ځوانانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.»

د بلخ والي محمد یوسف وفا وايي:« په هره برخه کې څوک ستونزې لري، موږ ورسره همکاري کوو او دوسیه به یې موږ خپله ګرځوو، وزارت په وزارت او ریاست په ریاست به ګرځو. نو که ستونزې نه وي، بیا راځئ داسې غټې پروژې پيل کړئ، یو افغان به هم بېکاره پاتې نه شي.»

که څه هم افغانستان د برېښنا د تولید ډېرې سرچينې لري، خو پر دغو سرچینو د کافي پانګونې نه کېدو له امله لاهم پر وارداتي برېښنا تکيه دی.

په بلخ کې د برېښنا د توليد تازه پيل شوې پروژې ته په کتو، چارواکي او سوداګر له پانګوالو په بېلابېلو برخو کې د پانګونې غوښتنه کوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت معین احمدالله زاهد وايي: « له برېښنا ریاست غوښتنه لرو چې د قوانینو په اسانه کولو او د یوه سالم رقابتي چاپېریال په رامنځته کولو سره د دې زمینه برابره کړي چې هرڅوک وکولی شي په دغه شان پروژو کې ونډه واخلي.»

د بلخ سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس اسدالله اسدي وايي: « تر هغو چې افغانستان له یوه مصرفي او وارداتي هېواد صنعتي، تولیدي او صادراتي هېواد بدل نه شي، موږ پرمختګ نه شو کولی. راشئ په افغانستان کې پانګونه وکړئ، ترڅو له وارداتو خلاص شو. ترڅو به برېښنا په پیسو اخلو، حال دا چې موږ د برېښنا د تولید لپاره تر ټولو غوره سرچینې لرو.»

د ځايي چارواکو د مالوماتو له مخې، د بلخ په دهدادي ولسوالۍ کې د برېښنا توليد دا تازه پيل شوې پروژه به په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی
اقتصاد

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې
اقتصاد

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
افغان – ایراني چارواکو د ټرانسپورټي همکاریو پر ډېرولو ټینګار کړی
اقتصاد

ازبېکستان د افغانستان او چین ترمنځ ټرانزیټي واټن کمولو هڅې پیل کړې

اپریل 14, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي
اقتصاد

قزاقستان غواړي افغانستان سره د سوداګرۍ کچه ۳ میلیارد ډالرو ته لوړه کړي

اپریل 14, 2026
Construction Begins on $60 Million Joint Poultry Farm Investment in Balkh
اقتصاد

بلخ کې د ۶۰ میلیون ډالرو په ګډې پانګونې د چرګانو فارم جوړولو کار پيل شو

اپریل 1, 2026
صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې
اقتصاد

صنعت او سوداګرۍ وزارت: منځنۍ اسیا ته د افغان صادراتو کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 1, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist