Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اسلام اباد کې د افغانستان سفارت: د کډوالو پاتې شویو ملکیتونو او شتمنیو لېږدولو ته رسېدنه کوو

اسلام اباد کې د افغانستان سفارت: د کډوالو پاتې شویو ملکیتونو او شتمنیو لېږدولو ته رسېدنه کوو

shamshadnews by shamshadnews
2025/05/04

له هغې وروسته چې له پاکستانه راستنېدونکو افغان کډوالو د پاکستان حکومت له خوا د دوی د شتمنیو او ملکیتونو د غصب او افغانستان ته د لېږدولو مخنیوي په اړه شکایتونه وکړل، اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، د دې ستونزې په هوارولو یې کار پیل کړی.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت په دې تړاو خپره کړې اعلامیه کې له ټولو هغو افغان کډوالو چې له دې ستونزې سره مخ دي، غوښتني چې خپلې ستونزې او اسناد ورسره شریکې کړي.

په اعلامیه کې غوښتل شوي چې په دې اړه خپل ستونزې او د خپلو ملکیتونو او شتمنیو کره اسناد له سفارت سره شریک کړي.

د اعلامیې یوه برخه: « په پاکستان کې هغه مېشت افغان کډوالو چې وطن ته د بېرته ستنېدنې پرمهال د خپلو شتمنیو اړوند له کومې ستونزې سره مخ شوي وي یا د خپلو ملکیتونو اړوند کومه اندېښنه ولري، خپلې ستونزې دې له موثقو اسنادو سره له سفارت سره شریکې کړي.»

خو په پاکستان کې مېشت افغان کډوال چې له دې وړاندې له پاکستان د راتلو پرمهال ورته د ملکیتونو او شتمنیو د وړلو اجازه نه ورکول کېده وايي، د پاکستان حکومت د تازه پرېکړې له مخې دوی ته د ملکیتونو د انتقال اجازه ورکړل شوې ده.

له دې سره، د مهاجرانو په توګه راجسټر شوي(پي.او.آر) کارت لرونکي کډوال د پاکستان له حکومته غواړي چې دوی ته له پاکستانه د بشپړې وتنې لپاره مهلت چې د جون میاشتې وروستۍ نېټه ده، نور هم وغځوي؛ ترڅو خپل کاروبارونه په سمه توګه راټول کړي.

افغان کډوال عبدالله خان الوزی وايي: « وړاندیزونه شپږ یا اووه وو، خو ټول یې رد کړي دي. یوازې یو وړاندیز منل شوی، هغه دا دی چې د مهاجر سړي کور او مال به نه ضبط کېږي او په تورخم د اړولو پرمهال به نه نیول کېږي. له دې وړاندې حکومتي ادارو داسې اعلان کړی و چې نه به څوک له مهاجرو کور اخلي او نه به یې خرڅولی شي.»

یو تن بل افغان کډوال په دې اړه وايي: « دوی موږ ته د جون میاشتې تر آخره وخت راکړی. موږ وایو چې د جون میاشت کې ډېره سخته ګرمي ده او له موږ سره ماشومان، بوډاګان او ښځې دي او ښايي د ګرمۍ له امله په لارو هلاک شي. که چېرې موږ ته دغه وخت وغځوي او په ترتیب او مراحلو سره د وتلو پروګرام جوړ کړي.»

بل پلو، د ملګرو ملتونو د کډوالو سترې کمېشنرۍ په خپل تازه راپور کې ویلي، د تېرې اپرېل میاشتې راهیسې له پاکستانه نږدې۱۵۰زره کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

راپور کې وړاندې ویل شوې، یوازې په تېره اپریل میاشت کې له پاکستان او ایران ۲۸۲زره افغان کډوال هېواد ته راغلي چې څه باندې ۱۰۰ زره یې له یادو هېوادونو جبري ایستل شوي دي.

د راپور یوه برخه: « د روان کال په اپریل کې له پاکستانه د افغان کډوالو د راتګ کچه لوړه شوې. د دغو کډوالو ډېره برخه په جبري ډول را اړول شوي. په دې موده کې ۱۴۴زره ۵۰۰ افغانان له دې هېواد افغانستان راستانه شوي دي.»

د کډوالو سترې کمېشنرۍ په خپل راپور کې دا هم ویلي چې دامهال په پاکستان او ایران کې څه باندې ۵ میلیونه افغان کډوال مېشت دي چې په راپور کې د ذکر شویو ارقامو له مخې د ۲۰۲۳زېږدیز کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې راهیسې څه باندې ۳ میلیونه کډوال بېرته هېواد ته راستانه او یا په زوره را اړول شوي چې یوازې یو نیم میلیونه هغه یې په تېر ۲۰۲۴ کال کې وو.

د ملګرو ملتونو سترې کمېشنرۍ له دغو هېوادونو په زوره د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو له ایستلو سره مخالفت کړی او ویلي يې دي چې له دې کار سره ښايي د ځینو هغو ژوند له خطر سره مخ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو
افغانستان

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي
افغانستان

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي
افغانستان

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
جرمني هغه افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه لېږدوي چې قانوني پړاوونه یې بشپړ شوې
افغانستان

قطر کې منتظرو افغانانو ته د امریکا خبرداری؛ افغانستان ته لاړ شئ کنه افریقا ته مو استوو

اپریل 23, 2026
اسلامي امارت: د سیمه‌يیزو همکاریو په تړاو د سیمې پر ثبات ولاړ دریځ لرو
افغانستان

متقي له عراقچي سره خبرو کې د ایران – امریکا کړکېچ پر ډېپلوماټیک حل ټینګار کړی

اپریل 23, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist