Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بلوڅ ملت پال ګوندونه: د بندي بلوڅانو خوشې کولو لپاره پراخ لاریونونه پيلوو

بلوڅ ملت پال ګوندونه: د بندي بلوڅانو خوشې کولو لپاره پراخ لاریونونه پيلوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/03/26

د بلوڅو د يووالي او ملت ‌پالنې یو شمېر جريانونو او ګوندونه په پاکستان کې د ماهرنګ بلوڅ په ګډون د نيول شویو بلوڅ مشرانو د خوشې کولو لپاره د سوله ‌ييزو لاريونو پیلولو خبر ورکوي.

په بلوچستان کې د سردار اختر مېنګل پر مشرۍ د بلوڅانو ملي ګوند چې د بلوڅانو د ملت پالنې داعيه مخته وړي، د پاکستان حکومت له بلوڅانو سره پر روز زياتي تورنوي او د دې زور زياتي په نتيجه کې د ماهرنګ بلوڅ، سمي دين بلوڅ او نورو نيول شویو کسانو د خلاصونو لپاره د پراخو لاريونونو پيلولو خبر ورکوي.

د بلوڅو ملي ګوند مشر سردار اختر مېنګل ویلي: « زه له خپل ګوند سره یو ځای د نیول شویو خويندو لپاره له واد تر کویټې د سوله ‌يیزو لاریونونو ترسره کولو اعلان کوم. زه به د دې لاریونونو مشري وکړم او له ټولو غواړم چې له موږ سره په دې لاریونونو کې یو ځای شي.»

د پاکستان له حکومت سره بندي ماهرنګ بلوڅ پر مشرۍ د بلوڅو يووالي غورځنګ، د لاريونونو په اړه د ياد ګوند د پرېکړې هرکلی کړی.

دغه غورځنګ د پاکستان له لوري له بلوڅانو سره روانه بې عدالتي او ظلمونه نه بښونکي ګڼي او د ماهرنګ او نورو ښځو په ګډون د ټولو نیول شویو بلوڅانو پر سملاسي خلاصون ټینګار کوي.

د بلوڅانو د یووالي غورځنګ ویلي: « په داسې نظام کې د عدالت غوښتنه چې بنسټ یې پر ظلم او استبداد ولاړ وي، یوازې د دې نظام ستنې غښتلي کوي. د روان ظالم نظام ریښې هغه وخت ایستل کېدلی شي چې پر وړاندې یې دوامدار ولسي مقاومت وجود ولري. نو د بلوڅ ملت ‌پال ګوند له لوري د پراخو لاریونونو ترسره کول د ستاینې وړ دي او موږ یې درناوی کوو.»

ماهرنګ بلوڅ، سمي دین بلوڅ، لالا وهاب بلوڅ، بېبګار بلوڅ او سعدیه هغه مخکښ بلوڅ فعالان دي چې د بلوڅانو د حقونو لپاره د مبارزې په جريان کې د پاکستاني ځواکونو له لوري نيول شوي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، له بلوڅو سره د پاکستان ناوړه چلن کولی شي د دې هېواد بې ثباتي لا پراخه کړي او په خبره يې، د پاکستان پوځ تر خپل حاکمیت لاندې سیمو کې  له بلوڅو او  یو شمېر نورو قومونو سره داسې چلن کوي چې له بشري حقونو سره په ښکاره تقابل کې دی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « په ډېرې خواشینۍ سره د پاکستان تر حاکمیت لاندې ټول وګړو باندې ډېر زیات ظلم او زیاتی روان دی او دغه کار له نړیوالو اصولو، د پاکستان د خپلو کورنیو قوانینو، شریعت، تعامل او دود خلاف دی. پاکستان دغه کار د خپلو ګټو او مقاصدو لپاره کوي، خو د خواشینۍ خبره لا دا ده چې د بشري حقونو نړیوال مدافعان، ملګري ملتونه او هغه ادارې چې باید د نړۍ نظم په پام کې ونیسي او عدالت پلی کړي، ټول په دې اړه چوپه خوله دي.»

بله خوا، امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هېواد په کانګرېس کې د جمهوريت غوښتونکو او ډیموکراټ ګوندونو دوو استازو، جو ولسن او جیمي پنټا د پاکستان د پوځ پر لوی درستیز عاصم منیر د بندیزونو لګولو لایحه کانګرېس ته وړاندې کړې ده.

په دې اړه خپرو شویو راپورونو کې راغلي، په وړاندیز شوې لایحه کې پر جنرال عاصم منیر د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د بندي کولو په ګډون د سیاسي مخالفینو د ځپلو تورونه درج شوي دي.

د پاکستان د ډیموکراسۍ په نامه په دې لايحه کې غوښتنه شوې چې په راتلونکو۱۸۰ ورځو کې دې د پاکستان د پوځ پر لوی درستيز بندېزونه ولګول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي
نړۍ

پاکستان کې د نا امنیو پراختیا؛ یوازې اګسټ کې تر ۲۰۰ زیات بریدونه شوي

سپتمبر 3, 2026
د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي
نړۍ

د ایران- امریکا جګړه بیا پیل شوه؛ دواړه لوري یو بل ته د تلفاتو اړولو ادعا کوي

سپتمبر 3, 2026
پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه
نړۍ

پر شانګهای سرمشریزې د اوکراین او ایران جګړو سیوری، دغه سرمشریزه پرون په بشکېک کې پيل شوه

سپتمبر 1, 2026
ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي
نړۍ

ګوټرېش: اټومي وسلې لرونکي هېوادونه دې کړي جنایتونه نه تکراروي

اگست 30, 2026
اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه
نړۍ

اتحاد المجاهدین پر پاکستاني ځواکونو د ترسره کړیو عملیاتو ویډیو خپره کړه

اگست 25, 2026
ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی
نړۍ

ولي خان: عربستان او ترکیه د پاکستان له لاسه وتلی حاکمیت بېرته نه شي راګرځولی

اگست 9, 2026

وروستي خبرونه

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist