Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د تورخم لارې له تړل کېدو سره افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د تورخم لارې له تړل کېدو سره افغان سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان اوښتی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/25

له تېرو څو ورځو راهیسې د پاکستان حکومت د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ او سوداګرۍ پر وړاندې تړلې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د پاکستان له خوا د يادې لارې په تړل کېدو سره د دې هېواد او افغانستان ترمنځ سوداګري زيانمنه شوې او په پایله کې یې د فرضي کرښې دواړو خواوو ته د شاوخوا ۲ زره ۵۰۰ بار وړونکو موټرو له ایسارېدو سره، افغان سوداګرو ته ميليونونه ډالر زيان اوښتی.

د دوی په خبره، پاکستان له ايران او هند سره هم سياسي مشکل لري، خو سوداګري یې عادي روانه ده او د افغانستان په څېر ستونزې نه ورته جوړوي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: « دا اوس هم هره ورځ په نورمال شکل له ۶۰۰ تر ۸۰۰ عرادې موټر دواړو طرفونو ته مالونه وړي راوړي او په درېیو ورځو کې دا تقریبا ً له ۲۰۰۰ تر ۲۵۰۰ موټرو کېږي، چې همدا اوس د دواړو خواوو په سرحد کې ولاړ دي. په دې سره لاریو کې بار مالونه خرابېږي، دلته په بازارونو کې قېمتي راځي. … په دې کې ټرانزیټي مالونه دي مېوې دي او خوراکي مواد دي چې خرابېږي او ورسره میلیونونه ډالر د افغانستان او پاکستان اقتصاد ته زیان رسېږي.»

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه د ورته ستونزو عمده لامل د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي ستونزې يادوي او د دواړو هېوادونو له چارواکو غواړي چې دا ستونزې ژر تر ژره له ډيپلوماټيکو لارو حل کړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې ریيس نقیب الله ساپی وايي: « ستونزه په بندر کې د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافونو له امله رامنځته شوې. زموږ غوښتنه دا ده چې د دواړو طرفونو له خوا د لارو دغه ډول بندول زیان اړوي، باید بنده نه شي بلکې هغه سیاسي مسایل له ډېپلوماټیکو لارو حل شي چې په بندر کې منځته راځي.»

ځينې نور بیا د نوي ډهلي او کابل اړيکو نږدېوالي ته په شارې وايي، پاکستان تل د ورته مسايلو له امله د کډوالو او د ټرانزيټي لارو تړل پر افغانستان د فشار راوړلو په توګه کاروي.

دوی له همدې امله د خوندي سوداګرۍ په موخه له سرست حکومته د بديلو لارو غوښتنه کوي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « کله چې د پاکستان په نوم هېواد جوړ شو، موږ له هماغه وخت راهیسې پاکستان سره ستونزې لرلې. لږترلږه تېرو ۲۰ کالو کې تر دا نن پورې هرکله چې له پاکستان سره زموږ سیاسي اړیکې خرابېږي، هغوی سرحدي او ټرانزیټي ستونزې جوړوي. مهاجرین او بندرونه د فشار هغه وسیلې دي چې تل د افغانستان پر وړاندې ترې ګټه اخلي. په دویم قدم کې، موږ اړتیا لرو چې افغانستان ته د وارداتو بدیل پيدا کړو؛ یانې دا چې هغه توکي د هېواد په داخل کې تولید او د افغانستان د مارکېټ اړتیاوې پوره کړو چې موږ یې دا مهال له پاکستان څخه واردوو.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني ځواکونو ادعا کړې چې د اسلامي امارت ځواکونو د ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه نظامي تاسيسات جوړول او دوی د دې کار په غبرګون کې له افغانستان سره د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

بلخ کې له اوزبېک سوداګرو سره د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شوې

جولای 30, 2026
هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي
اقتصاد

هرات کې د شاتو تولید زیاتېدل: روان کال ۲۵۰ ټنه شات راټول شوي

جولای 28, 2026
د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي
اقتصاد

د هلمند ګرېشک ولسوالۍ کې د کندهار- هرات پر لویه لاره دویم پل جوړېږي

جولای 28, 2026
ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی
اقتصاد

ایران: افغانستان او چین سره د ګډ سوداګریز او صنعتي زون پر جوړولو کار روان  دی

جولای 28, 2026
بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د نفتي توکو یوې بلې چاڼ خونې هم فعالیت پیل کړ

جولای 23, 2026

وروستي خبرونه

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist