Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سور صلیب: ځینو هېوادونو کې د افغان بندیانو له وضعیت خبر نه لرو

سور صلیب: ځینو هېوادونو کې د افغان بندیانو له وضعیت خبر نه لرو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/18

د سره صلیب نړیوالې کمیټې عمومي رییس پیرکراهنبل د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره لیدلي.

چارواکي وايي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دې لیدنې پرمهال، په روغتیايي او بشري برخو کې د سره صلیب له مرستو یادونه کړې او د دغو فعالیتونو په تړاو یې خوښي ښودلې.

همدا راز، لیدنه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سره صلیب له رییس غوښتي چې په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک مالومولو په برخه کې هم مرسته وکړي.

که څه هم په دې برخه کې د سره صلیب کمېټې رییس ژمنه کړې چې په دې تړاو به هڅې وکړي، خو زیاته کړې یې ده چې ځینو هېوادونو کې زندانونو ته د دوی پر لاسرسي بندیز لګول شوی او له دې امله د بندي افغانانو پیدا کولو او کورنیو ته یې د احوال رسولو بشرپاله هڅه له خنډ سره مخ شوې ده.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي: « متقي صاحب غوښتنه وکړه چې د سره صليب نړيواله کمېټه دې په نورو هېوادونو کې د بندي افغانانو د برخليک مالومولو په برخه کې هم مرسته وکړي. ښاغلي پير کراهنبول وويل، که څه هم د ځينو هېوادونو له خوا زندانونو ته د دوی پر لاسرسي بنديز د بندي افغانانو د موندلو او کورنیو ته یې د احوال رسولو دغه بشرپاله هڅه له خنډونو سره مخ کړې، خو دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي.»

د سیاسي چارو کارپوهان بیا وايي، سور صلیب مسوولیت لري چې د بندیانو له احواله ځان او د هغوی کورنۍ خبرې کړي.

د دوی په اند، که چېرې امکانات په واک کې ورکړل شي، دغه کمېټه کولی شي په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو په پیدا کولو کې مرسته وکړي او تر کورنیو یې احوال ورسوي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي: « د سره صلیب له مسوولیتونو هم یو مسوولیت دا دی چې د بندیانو د خوراک، څښاک، پوښاک، تبادلې او انتقال پروسې ته پاملرنه وکړي. زه فکر کوم، که سره صلیب ته زمینه برابره شي، دوی به پوره ډاډ سره دا صلاحیت او امکانات لري، پالیسي ګانې لري او کولی شي د مهاجرو افغان بندیانو د انتقال او نورو خدمتونو رسولو زمینې برابرې کړي.»

همدارنګه، د چارو ځینې نور شنونکي بیا په دې باور دي چې سور صلیب ان د بندیانو په راخوشې کولو او تبادله کې هم رول لري او باید په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو موندلو له پلوه افغان حکومت سره مرسته وکړي.

د سیاسي چارو شنونکی صمیم جاهد وايي: « سور صلیب له افغاستان بهر د افغان بندیانو په راخوشې کولو کې مثبت رول لوبولی شي. که موږ د سره صلیب تاریخچې ته وګورو، د غزې په شمول یې ډېرو هېوادونو کې د بندیانو د تبادلې په اړه د منځګړي رول لوبولی.»

په دې لیدنه کې چې په بهرنیو چارو وزارت کې ترسره شوې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د پخوا په څېر خپلو فعالیتونو ته ادامه ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist