Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت د منیر اکرم تورونه رد کړل

بهرنیو چارو وزارت د منیر اکرم تورونه رد کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/13

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له یوه ورځني ځنډ وروسته د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان استازي منیر اکرم له خوا پورې شویو تورونو ته غبرګون ښودلی.

د دې وزارت مسوولین وايي، د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره په افغانستان کې د داعش او نورو ډلو پټنځایونه له منځه تللي او له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ متوجه نه دی.

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت چارواکي د کوم هېواد نوم نه اخلي، خو ښکاري چې پاکستان ته په اشارې وايي، ځینې هېوادونه د خپلو کورنیو ستونزو پټولو لپاره پر افغانستان تور لګوي.

 د مسوولینو په ټکو، دغه هېوادونه باید له دې ډول تبليغاتو ډډه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چار وزارت پر نړیواله ټولنه غږ کوي چې ځینې هېوادونه د دې پر ځای چې خپلو کورنیو سیاستونو کې د سمون راوستو له لارې خپل سیاسي، امنیتي او اقتصادي ثبات ته کار وکړي، هڅه کوي افغانستان د ناسمو تبلیغاتو له لارې بې ثباته وښيي او له خپلو کورنیو ستونزو د خلکو او نړۍ توجه بل لوري ته واړوي او یا هم هڅه کوي چې د اسلامي امارت او نړیوالو ترمنځ بې باوري رامنځته کړي. خو په افغانستان کې له لسیزو جګړو وروسته د امنیت ټینګښت، د سیاسي او اقتصادي پراختیا مخه په داسې ناکامو هڅو نه شي نیول کېدای.»

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي منیر اکرم د امنیت شورا په غونډه کې تور ولګاوه چې د داعش اصلي مرکزونه په افغانستان کې دي نه په پاکستان کې.

خو تل پر دې سربېره چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو ډاډ ورکوي، ترڅنګ يې په افغانستان کې د يادې ډلې له لوري شوي بريدونه له ډيورنډ فرضي کرښې پورې غاړه د پاکستان تر کنټرول لاندې سيمو کې پلان شوي بولي.

تکل په دې اړه وايي: « نړیوالې ټولنې ته په ډاډ څرګندوو چې په افغانستان کې د داعش یا نورو ډلو پټنځایونه د اسلامي امارت له راتلو وروسته په بشپړه توګه له منځه تللي دي. عملا ً د افغانستان له خاورې هېڅ یوه هېواد ته هېڅ ډول خطر نه دی رامنځته شوی. که په افغانستان کې کومه امنیتي پېښه رامنځته کېږي، عاملین یې له ډېورنډ کرښې پورې غاړې را اوښتي دي.»

د نړیوالو اړیکو او سیاسي چارو کارپوهان داعش یوه نيابتي ډله ګڼي او وایي، اسلام‌اباد هڅه کوي د دې ډلې د فشار په وسیله خپلې غوښتنې د افغانستان پر سرپرست حکومت ومني.

دوی له سرپرست حکومته غواړي چې د اسلام‌اباد پر وړاندې له مدبرانه سیاست کار واخلي او اجازه ور نه کړي چې افغانستان ترهګرو مرکز وګڼي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه ابولحسن صالحي وايي: « پاکستان د داعش په اړه دوه مخي سیاست ته مخه کړې. له یوې خوا د عمومي افکارو د بدلون او مالي امتیازونو ترلاسه کولو لپاره داعش پر نړیواله کچه یو ګواښ معرفي کوي، له بلې خوا د داعش ځالې په پاکستان کې دي او د ګواښونو د یوې وسیلې په توګه د سیمې هېوادونه او په ځانګړې توګه افغانستان پر وړاندې تر ګټه اخلي.»

د سیاسي چارو کارپوه روح ‌الله هوتک وايي: « د پاکستان له خوا مطرح شوې ادعاوې او د ترهګرۍ تورونه په افغانستان کې د یوه قوي حکومت له خوا برملا کېدای شي. پاکستان تل کمزوری افغانستان غواړي، ترڅو خپل نفوذ پرې وساتي.»

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غونډه کې د امریکا، روسیې، چین، بریټانیا او فرانسې پنځو دایمي غړيو هېوادونو په ګډون د دې شورا لسو نورو نوبتي غړو هېوادونو د دایمي استازو ترڅنګ، د ترهګرۍ پر ضد مبارزې کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال هم څرګندونې درلودې او پر نړیواله کچه يې د داعش او نورو ډلو پر حضور او فعالیت اندېښنه وښوده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو
افغانستان

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي
افغانستان

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي
افغانستان

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي
افغانستان

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې
افغانستان

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ
افغانستان

د کرېکټ پخوانی ملي لوبغاړی شاه پور ځدراڼ د ناروغۍله امله ومړ

جولای 8, 2026

وروستي خبرونه

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

د ختیځ زون روغتیایي کمپلېکس جوړېدو چارې۶۰سلنه بشپړې شوې دي

جولای 8, 2026
کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

کندهار صنعتي پارک کې د اور وژنې مرکز ګټه اخستنې ته وسپارل شو

جولای 8, 2026
نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

نورستان کې ۲۸۹ سترې او کوچنۍ پراختیايي پروژې پلې شوې دي

جولای 8, 2026
ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

ډي کرو: افغانستان ته د نړیوالې ټولنې شا کول به لویه تېروتنه وي

جولای 8, 2026
افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

افغانستان او هند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخو کې پر همکاریو خبرې کوي

جولای 8, 2026
عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

عابد: د افغانستان یوه لوېشت خاوره هم د چا له خوا نه ده نیول شوې

جولای 8, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist