د اقتصادي چارو یو شمېر پوهان وايي، وروستي بدلون، د امریکا متحدو ایالتونو له خوا د افغانستان د پانګې کنګل او د مرستو درېدو د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو ارزښت لوړ کړی او د افغانیو ارزښت یې په بې ساري ډول ټیټ کړی دی.
اقتصاد پوهان اندېښنه لري، که کنګل شوې پیسې بېرته افغانستان ته ونه سپارل شي افغانان به بدې ورځې په مخکې ولري.
اقتصاد پوه تاج محمد تلاش وايي:« لومړی د افغانستان مالي سرچینه، چې د امریکا له لوري کنګل شوې، دویم زما په فکر، چې د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو ستراتیژیکې اقتصادي مرستې، چې لاس تر زنې ناست دي او د افغانستاان سیاسي اوضاع څیړي اقتصاد او سیاست سره یوځای کوي، درېیم تراوسه هم هغه پخواني کړکېچن اقتصادي طرزالعملونه موجود دي، چې ورسره ډالر لوړ او د توکو بیې لوړې شوي دي. د دې چارې اغېزې پر عامو خلکو ډېرې منفي دي.»
یو شمېر نور بیا د افغانستان اقتصاد مخ پر رکود بولي او له اسلامي ا مارته غواړي، چې له هېواده د ډالرو قاچاق مخنیوی وکړي.
اقتصاد پوه امید حیران وايي:« په داسې حال کې چې هېواد له اقتصادي کړکېج او رکود سره مخ دی، نړیوال بندیزونه به زموږ پر اقتصاد ناوړه اغیزې وکړي. خلک ورځ تر بلې له اقتصادي ستونزو سره مخ کېږي. موږ له امریکا غواړو، چې د افغغانستان پیسې له کنګل وباسي او له طالبانو غواړو، چې هغه اسعار چې له ګاونډیو هېوادونو د ډالر د تبادلې لپاره راځي، مخه یې ونیسي، همداوس پاکستانۍ کلدارې او ایراني تومن راځي. دلته ډالر کېږي، په ناقانونه توګه، دا په اقتصاد ناوړه اغېز کوي.»
د اسلامي امارت واکمن کېدو سره په ټول هېواد کې بانکونه تړل شوي او په محدود ډول خپل فعالیتونه مخته وړي، چې ګاونډیو هېوادونو سره یې راکړه ورکړه هم اغېزمنه کړې ده.
اندیښنې دا دي، که چیرې کنګل شوې پیسې بېرته افغانستان ته ورنه کړل شي، په بانکونو کې شته پيسې به هم خلاصې او افغانان به له سختتو اقتصاي ستونزو سره مخ شي.