د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، د سیمې او نړۍ ګڼ هېوادونه په افغانستان کې سفارتونه لري، چارې یې نه دي درولي، له حاکم حکومت او سیاسیونو سره یې استازي لیدنې هم لري او دغه کار د نړیوالو کنوانسیونونو پر اساس له افغانستان سره د دوی غیر مستقیمې ډیپلوماتیکې اړیکې ښيي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی عزیز معارج وايي:« دا چې نړیوال له یوه لوري شرطونه وړاندې کوي او له بلې خوا يې سفارتونه په افغانستان کې فعاله دي، ویزې ورکوي لېدنې کوي، د ویانا او شیکاګو کنوانسیونونو مطابق دوی له افغانستان سره غیر مستقیمې ډیپلوماتیکې اړیکې لري، له بل لوري بیا طالبان هم د دوی شرایط نه ردوي. نو دلته ځنې شکونه راپورته کېږي، چې دغه فضاء د یوه فرصت په توګه ساتل کېږي او ښايي د پردې ترشاه نورې خبرې وي.»
دوی غوښته کوي، چې نړۍ او افغانستان دواړه دې د خپلو ګټو او ملي ارزښتونو په رڼاکې سیاسي تعامل ته غاړه کېږدي او نړۍ دې د خپل مسوولیت پر اساس افغانانو ته دا فرصت ورکړي، چې د یوه رسمي نظام تر چتر لاندې ژوند وکړي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شهزاده مسعود وايي:« نړیوال هم خپلې ګټې لري او موږ افغانان هم خپلې ګټې لرو او د متقابل درناوي پر اساس باید له یوه بل سره سیاسي او اقتصادي راشه درشه ولرو. هېله دا ده، چې هم طالبان او هم نړیوال خپلو ګټو ته په کتو سره باید داسې سیاسي تعامل ته سره ورسېږي، چې له افغانستان سره نړیوالې مرستې دوام وکړي او افغانان د یوه رسمي حکومت تر چتر لاندې اباد هوسا او مترقي ژوند ولري.»
اسلامي امارت بیا د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او زیاته کړې یې ده، که هرهېواد ورسره ستونزه لري، حاضر دي، چې د خبرو له لارې یې حل کړي.
د رئیس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي:« د افغانستان اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او که څوک له موږ سره ستونزه لري، حاضر یو، چې د مفاهیمې له لارې مشکلات سره حل کړو. زموږ حکومت هېچاته د زیان اړولو اراده او پالیسي نه لري او راتلونکی افغانستان به د امن کور وي.»
شااوخوا دوه میاشتې کېږي، چې طالبان پر ټول افغانستان حاکم دي او نظام لري، خو لا تراوسه پورې کوم هېواد د دغه نظام د رسمیت پیژندو لپاره زړه نه دی ښه کړی.