د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، امریکا پر خپل سیاست ثابته نه شي پاتې کېدای، خو پر افغانستان مستقیمې اغیزې لرلی شي.
دوی وايي، امریکا کې اوس په کور دننه د جمهوریت پالو او ډیموکراټانو ترمنځ خپل منځي جنجالونه زیات شوي دي.
دوی زیاتوي، جمهوریت غوښتونکي هڅه کوي افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه د جوبایډن اداره تر فشار لاندې راولي.
د سیاسي چارو شنونکی عبدالحی قانت وايي: «دا ټول د امریکا داخلي سیاست ده، جمهوري غوښتونکي غواړي چې جو بایډن په فشار کې واچوي، د هغه سیاسي کردیت خراب کړي، خو کوم زیان چې افغانستان لپاره لري، هغه د موجوده حکومت او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ بې باوري نوره هم راکمه کړي. د اوسني حکومت مسولیت دا جوړيږي، چې امریکا او نورو نړیوالو سره ښه باور رامنځ ته کړي، ترڅو د نوي حکومت په رسمیت پېژندنه کې مرسته وکړي.»
شنونکي باور لري چې امریکا کې د افغانستان په اړه دریځونه او سیاستونه ثابته نه شي پاتې کېدای.
دوی له طالبانو بیا غوښتنه کوي چې په خپله سیاسي او دیپلوماتیکه دستګاه غور وکړي او داسې څیرې وګوماري چې پر نړیواله کچه لابي وکړای شي.
د سیاسي چارو شنونکی هاتف مختار وايي: «سیاست د بدلون په حال کې ده، پرون د افغانانو ملي ګټې دا وې چې د امریکا او اشغالګرو پر وړاندې جنګېدل، نن د افغانستان د مجاهد ملت ګټه په دې کې ده چې امریکایانو سره ښه روابط ولري، خو طالبان دې کوښښ وکړي چې داسې دوکتورین پیداکړي چې پر نړیواله کچه ورته ښه لابي وکړي.»
امریکایانو نه یوازې د طالبانو حکومت په رسمیت نه ده منلی، برعکس یې تابیه نیولې چې پر طالبانو باندې نوي بندیزونه ولګوي.
خو شنونکي بیا وایي، اوس شرایط داسې راغلي دی، چې نړیوال غواړي، له طالبانو سره تعامل وکړي.
درېیمې کرښې غړی خلیل نادم وايي: «زه فکر کوم چې طالبان باید نړیوالو ته پلمه په لاس ورنه کړي، هغه غوښتنې چې نړیوال پرې ټینګار کوي چې ښځو ته کار ورکول، تعلیم ته اجازه، د بیان ازادي او بشرحقونو ته درناوی دی دا باید ورته برابر کړي.»
اوس به ولیدل شي چې د امریکا وروستی دریځ د اوسني افغانستان په تړاو څه دی او د جمهوري پالو سناتورانو د وروستۍ غوښتنې په اړه چې پر طالبانو او اسلام اباد یې د بندیزونو غوښتنه کړې ده، څه پرېکړه نیسي.