د سیاسي چارو یو شمېرر تحلیل کوونکي په دې باور دي که نوی حکومت ژر پر رسمیت ونه پېژندل شي، ښايي افغانستان یو ځل به د ترهګرۍ پر مرکز بدل شي.
دوی وايي، د یوې نیمې میاشتې له تېرېدو وروسته چې نوی حکومت د کوم هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی، سم لاسي ناسم اغیز یې افغانستان کې د خلکو پر اقتصاد کړی دی.
د کندز پخوانی والي عمر ساپی وايي: «زه فکر کوم د طالبانو حکومت به په مرور د زمان تضعیف کېږي، کورنۍ جګړې او نا امني به زیاتیږي. هغه تروریستي ډلې چې غرب او نړۍ سره په خصومت کې دي هغوی به له دې نقطې استفاده وکړي او یو ځل بیا به افغانستان د تروریزم مرکز ګرځي. نړۍ ته به ستر ګواښ وي، له دې سره به افغان ولس ته هم یو سرخوږی وي او حتی افغانستان به د یو بل ستر ناورین او جګړې شاهد وي.»
سره له دې چې د افغانستان اسلامي امارت ویلي، په ټولو میعارونو برابر دي، خو تر اوسه یوه هېواد هم په رسمي توګه نه دي ویلي، دوی د طالبانو حکومت پر رسمیت نه پېژني او نه هم کوم ضرب العجل شته، چې کله به د طالبانو حکومت منلو ته غاړه ږدي، یو لړ شرایط یې رامخکې کړي، چې هغه حکومت کې د ښځو شاملېدل، د بیان ازادي، بشرحقونو او نړیوالو کنوانسینینو ته درناوی ده.
سږکال د ملګرو ملتونو سرمشریزه کې نه د طالبانو او نه هم د تېر حکومت استازي ته د وینا اجازه ورکړل شوه، هغه ناسته چې کېدای شوای طالبانو د نړۍ هغه لید لوری بدل کړای وه.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکي په دې باور دي چې طالبانو د نړیوالو د غوښتنو خلاف یو داسې حکومت جوړ کړی دی، چې له یوې ډلې جوړ دی او دا کار به د دې لامل شي چې د نړۍ له لوري د موجوده حکومت رسمیت نور هم وځنډوي.
دوی وايي، د هر سخت اقدام او پرېکړې تاوان یوازې هغه ولس ورکوي چې د جګړې او تاوتریخوالي قرباني ده.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی ویس ناصري وايي: «طالبانو چې کوم تعهدات نړیوالو او افغانانو سره د یو ټول شموله حکومت د جوړېدو په برخه کې کړي ول، په هغوی یې عمل ونه کړ، حکومت یې له خپلې ډلې جوړ کړی دی، چې ویش یې په سیاسي، قومي او مسلکي میعارونو برابر نه ده. طالبانو په ټولو ملي او نړیوالو ناستو کې شکست خوړلی دی. دوی هېڅ لار نه لري. هېڅ یوخ هېواد په رسمیت ونه پېژندل،چې له امله یې افغانستان انزاو ته بیولی ده.»
له نړیوالو او ملګرو ملتونو غوښتنه دا ده چې پر طالبانو بندیزونه لرې کړي او ژر تر ژره دې اسلامي امارات پر رسمیت وپېژني.