د بلخ په مرکز مزارشریف د صنعتي پارکونو د یو شمېر کارخونو مسوولین وايي، د خامو موادو نه شتون او همدا راز په بانکونو کې پر پيسو محدوديتونه د دې لامل شوي،چې د دوی چارې په بې ساري ډول ټکنۍ شي.
دوی د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کوي،چې د خامو موادو د واردولو او همدا راز په بانکونو کې د شته محدوديتونو ستونزو په حل کولو کې دې ورته اسانتياوې رامنځته کړي.
د اوړو د پروسس کارخونې مسوول بسم الله همدرد وايي:« زموږ غوښتنه همدا ده،چې په هر ډول کېږي،بايد له توليدي کارخونو ملاتړ وشي او فعاله وساتل شي. دې سره به هم داخلي توليدات زيات شي او هم به زيات شمېر افغانانو ته د کار زمينه برابره شي.»
صنعتکار نجم الدين صديقي وايي:«موږ د مګړی پېر او پلور نه شو کولای،ځکه چې پيسې په بانکونو کې بندې دي، نه خپلې پيسې له بانکونو راوېستلی شو او نه يې بل چاته لېږدولی شو.»
په ورته مهال بلخ کې د صنعت او کانونو ادارې مسوولين تاييدوي،چې دغه ولايت کې دمګړی د بېلابېلو ستونزو له امله شااوخوا ۸۵ سلنه کارخونو خپلې توليدي چارې ځنډولي دي.
د بلخ د صنعت او کانونو رييس ياسين اکبري وايي:«د بلخ ولايت ۸۵ سلنه کارخونې له فعاليته غورځېدلي دي.زموږ غوښتنه دا ده،چې له بانک څخه د سوداګرو د پیسو را ايستلو او همدا راز د خامو موادو د خريداري لپاره اړتيا وړ پيسو لېږدولو ته ژر تر ژره زمينه برابره شي.»
له دې سره د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر د مزارشريف له صنعتي پارکونو څخه يې ليدنه کوله، صنعتکارانو ته ډاډ ورکوي چې ژر به يې ستونزې حل شي.
د بلخ سوداګرۍ او صنايعو خونې مشر مولوي يارمحمد شبیر وايي:« له صنعتکارانو سره مو وليدل، د دوی ستونزې مو ياداشت کړې او له خپلو مشرانو سره به يې شرېکې کړو، ډاډ ورکوو چې د دوی به پوره ملاتړ کېږي او اميد شته چې په نږدې وخت کې به يې ستونزې حل شي.»
مزارشريف ښار کې دوه صنعتي پارکونه موجود دي،چې لسګونه توليدي فابريکې يې تر چتر لاندې فعاليت کوي. د دغو فابريکو مسوولين وايي چې له امنيتي اړخه هېڅ ډول ستونزه نلري او په وينا یې که پورته يادې شوې ستونزې يې حل شي نو خپل توليدات به لوړې کچې ته ورسوي.