د پاکستاني چارواکو له لوري په افغان خاوره کې د وسله والو ډلو د پټنځايونو په اړه لګول شوي تورونه که څه هم د سرپرست حکومت له لوري رد او بې اساسه بلل شوي، خو دې چارې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې کمرنګه کړې دي.
د پاکستاني چارواکو د دې ادعاوو په دوام، تازه د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وياند په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان ته د یوه ښه ګاونډي په سترګه ګوري او په خبره یې د خپلو اندېښنو د ځواب تر وخته به له دې هېواد سره خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقتعلي خان وايي: « لکه څنګه چې ما مخکې هم وویل، افغانستان د پاکستان مهم ګاونډی دی. موږ له دې هېواد سره اوږدې تاریخي اړیکې لرو او هڅه کوو چې دغه اړیکې هغه حد ته ورسوو، هغسې اړیکې چې باید د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ موجودې وي. خو د ترهګرو د پټنځایونو مساله د دواړو هېوادونو ترمنځ لا هم د یوې ستونزې په توګه پاتې ده. موږ به له افغان چارواکو سره خپلې ښکېلتیا ته دوام ورکو ترڅو زموږ دې اصلي اندېښنو ته رسېدنه وکړي.»
په پاکستان کې آزاد خبریال طاهر خان د اسلام اباد دغو تورونو ته په پام وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د نظر اختلاف له منځه وړلو او د دې موضوع د حل لپاره مذاکراتو ته اړتیا لیدل کيږي.
طاهر خان زیاتوي: « د دواړو هېوادونو په نظر کې یو ټکر دی او د ټکر حل مذاکرات او د یوبل نظر اورېدل وي. زما نظر دا دی چې دا موضوع دومره اسانه هم نه ده، بلکې پېچلې ده، خو د حل طرف ته یې حتمن ګامونه پورته کېدای شي. دواړه خواوې باید مذاکرات وکړي، ښايي د موضوع پېچلتیا له امله وخت واخلي، خو له دې پرته بله چاره نه شته.»
اسلامي امارت که څه هم تازه د دغو ادعاوو په تړاو څه نه دي ويلي، خو له دې وړاندې يې ګاونډيو او د سيمې هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې په افغان خاوره کې هېڅ ډول وسلوالې ډلې نه شته او اجازه نه ورکوي چې افغان خاوره د دوی پر ضد وکارول شي.
خو د پوځي چارو د شنونکو په باور، وسله والې ډلې د پاکستان خپل تولید دی او له دې بې بنسټه ادعاوو یې موخه د نړیوالو د ملاتړ ترلاسه کولو لپاره پر اسلامي امارت فشار راوړل دي.
د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « دوی خپله د داعش ډله جوړه کړې، له ډېورنډ فرضي کرښې يې اړوي را اړوي، مرکې ترې اخلي او ویډوګانې ترې ډکوي او یا یې نړۍ ته وړاندې کوي. پاکستان غواړي په دې سره افغانستان کې یوې بلې جګړې ته لاره هواره کړي او بیا د دې جګړې له آدرسه د نړیوالو ملاتړ خپل کړي او دغه راز د خپلو موخو لپاره پر طالبانو فشار راوړي.»
د سیاسي چارو شنونکي بیا له اسلامي امارته غواړي د دې ډول بې اساسه ادعاو پر وړاندې توند غبرګون وښي او دغه راز له ډېپلوماټيکو چينلونو پاکستان قانع کړي، ترڅو له ورته نورو تورنو لاس واخلي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « موږ ولې باید نړیوالو او ګاونډیو هېوادونو ته دا زمینه برابره کړو چې هره ورځ پر موږ نیوکې او تورونه پورې کړي. د دې ډول نیوکو او تورونو پر وړاندې باید خپله امارت اسلامي ډېر جدي برخورد وکړي او دغو هېوادونو ته په قاطع ځواب ویلو سره د خپلو خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. افغانستان باید د نړیوالو د لاس له آلې وژغورل شي.»
له پاکستانه د افغان کډوالو په جبري ډول ایستل، د پاکستاني چارواکو له لوري پر کابل بې ځایه تورونه لګول او د ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د جګړو ډېرېدل هغه موارد دي چې د کابل او اسلام اباد اړیکې یې تر بل هر وخت خرابه کړې دي؛ خو دا نه ده څرګنده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به دغه ستونزې کله او په کوم بنسټ عادي حالت ته را وګرځي.