د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ ادارې(اوچا) په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، د افغانستان کمزوری اقتصاد، د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې، له پاکستان او ایران د سلګونه زره افغانانو جبري ایستل او د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو وضع شوي محدودیتونه هغه لاملونه دي چې بشري مرستو ته یې د اړتیا کچه لا زیاته کړې ده.
په راپور کې راغلي، په لرې پرتو سیمو کې د وچکالیو ناوړه اغېزو، خوراکي او روغتیايي توکو ته د خلکو محدود لاسرسي له مله زرګونه میندې او ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي.
اوچا په دې راپور کې د ټولو اړمنو افغانانو شمېر نږدې ۲۳ میلیون تنه یاد کړی چې ډېره برخه یې ماشومان، ښځې او معلولیت لرونکي کسان دي.
د اوچا د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال د بودیجې کموالي له امله ټولو اړمنو کسانو ته رسېدنه نه ده شوې.
د راپور په یوه برخه کې راغلي: « له ۲۲.۹ میلیونو اړمنو افغانانو ۱۶.۸ میلیونو تنو ته بشري مرستې جلا شوې چې له ډلې یې له ۲۵ سلنه ښځو، ۲۳ سلنه، له ۵۳ سلنه ماشومانو څخه ۵۲ سلنه او له ۱۳ سلنه معلولیت لرونکو کسانو څخه ۱۱ سلنه په پام کې نیول شوي دي.»
اوچا د ۲۰۲۵ زېږدیز کال لپاره هغه شمېرې هم شریکې کړې دي چې څومره افغانان پر بشري مرستو سربېره روغتیايي برخه کې هم مرستو ته اړتیا لري.
د دې سازمان د موندنو له مخې، په روغتیايي برخه کې بیا هم ښځې او ماشومان تر نورو زیات روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
د راپور یوه برخه: « په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۴.۳ سلنه افغانان روغتیايي خدماتو ته اړتیا لري چې ۹.۳ میلیونه خلک ښايي روغتیايي خدماتو ته لاسرسی پیدا کړي. په دې کې ۲۳ سلنه ښځې، ۵۳ سلنه ماشومان او نږدې ۱۰ سلنه معلولیت لرونکي کسان دي او د دې لپاره ۲۸۰ میلیونو ډالره بسپنې ته اړتیا ده.»
د اقتصاد وزارت چارواکي وايي، د بشري وضعیت د زیانمنېدو یو لوی لامل د اقلیمي بدلون ناوړه اغېزې دي. د دوی په خبره، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره په دې برخه کې خپلې همکارۍ ونه سپموي.
د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري وايي: « بندیزونه د نړیوالو مرستو پر وړاندې یوه له جدي ننګونو ده. نو له همدې امله، د چاپېریال ساتنې بحث نه باید له سیاسي مسایلو سره وتړل شي. دغه دوې مسالې باید له یو بل جلا شي. د نړیوالې ټولنې ملاتړ په افغانستان کې د چاپېریال ساتنې د پیاوړتیا لپاره یوه اړتیا ده او موږ تمه لرو چې دغه ملاتړ همداسې ادامه ولري.»
د اقتصادي چارو کارپوهان بیا د ملګرو ملتونو اړوند سازمانونو له لوري په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه اندېښنو ته په غبرګون کې وايي، دغه سازمانونه چې له نړیوالې ټولنې کومې پیسې په افغانستان کې له بشري وضعیت سره د مرستې په نوم تر لاسه کوي، ډېره برخه يې په خپلو عادي لګښتونو لګوي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « دا منو چې په افغانستان کې اقتصادي مشکل شته، خلک له فقر سره مخ دي، کاروبار نه شته او له اقلیمي بدلون سره د خلکو ژوند نور هم سخت شوی، خو موسسې چې کوم راپورونه خپروي او نړیوالو ته د افغانستان د خلکو فقر ښکاره کوي، په دې باندې دوی پیسې راټولوي او دا پیسې تر ۸۰ سلنو د دوی په شخصي مصارفو لګول کېږي، پاتې ۲۰ یا ۳۰ سلنه یې خلکو ته داسې کومکونه کوي چې د هغوی بنیادي مشکل نه شي حل کولی.»
د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رشتیا وايي: « افغانستان اړتیا لري چې اقتصادي مرستې ترلاسه کړي، ترڅو هم حکومت وکولی شي خپل ستراتیژیک پلانونه عملي کړي او هم یو شمېر اقتصادي او پراختیايي پروژې په لار واچوي؛ ترڅو خلکو ته یو ثابت عاید رامنځته او په ژوند کې یې بدلون راشي. له دې پرته، زه فکر کوم بشردوستانه مرستې په اوږدمهاله کې د خلکو په دام کې لوېدلو سبب کېږي او زموږ ټولنه په یوه غیر فعاله ټولنه بدلوي. ښه دا ده چې د بشردوستانه مرستو ترڅنګ، نړۍ له افغانستان سره اقتصادي مرستې وکړي، ترڅو حکومت وکولی شي اقتصادي او پراختیايي پروژې پلې کړي.»
بله خوا، د اقتصاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دې وزارت سرپرست دین محمد حنیف د یوناما له مشرې روزا اتونبایوا سره کتنه کې د بشري مرستو، کرنې، پرمختیايي پروژو، د خصوصي سکټور پر ملاتړ او دېته په ورته مسایلو په اړه خبرې کړې دي.