Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پخواني پاکستاني چارواکي او سیاستوال د افغانستان په تړاو د دې هېواد پالیسي ناکامه بولي

پخواني پاکستاني چارواکي او سیاستوال د افغانستان په تړاو د دې هېواد پالیسي ناکامه بولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/15

په پاکستان کې یو شمېر پخواني چارواکي او برحاله سیاسیون د دې هېواد اوسنی حکومت له افغانستان سره پر ډېپلوماټیکو اړیکو رغولو او ساتلو کې ناکام بللی.

په واشنګټن او کابل کې د پاکستان پخوانیو سفیرانو ویلي، اسلام اباد له کابل سره د اړیکو پر رغولو کې پاتې راغلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو ترينګلتيا له امله، پاکستان ته د متوجې سياسي او اقتصادي زيانونو له امله اندېښمن دي.

په کابل کې د پاکستان پخوانی سفیر منصور احمد خان وايي: « پاکستان باید له افغانستان سره د هند له اړیکو اندېښمن نه شي. دا دې دواړو هېوادونو د حاکیمت حق دی چې خپلې اړیکې د خپلو اصولو پر بنسټ ورغوي. د پاکستان لپاره د اړیکو پالل باید د ګاونډيتوب او خلکو ترمنځ د نږدېوالي له مخې رامنځته شي.»

د پاکستان ډان ورځپاڼې د دې هېواد د يوې پوځي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې پوځ له یو شمېر پاکستاني سیاسونو او ګوندونو سره په ګډه ناسته کې له افغانستان سره د اړیکو رغولو لپاره د پالیسیو پر ارزونې خبرې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د ځينو راپورونو له مخې، د بلوچستان آزادۍ غوښتونکي غورځنګ له تېرو ۴۸ ساعتو راهیسې له پاکستاني پوځيانو یو شمېر مهمې سیمې او پوستې نیولي دي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، پاکستان تل له ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه له افغانستان سره د اړیکو په ساتلو کې له توپیري چلن کار اخیستی.

 د دوی په خبره، سرپرست حکومت باید د پاکستان په ګډون ټولو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د چلن په اړه داسې پالیسي تعقیب کړي چې ملي ګټې په کې لومړیتوب ولري.

د سیاسي چارو شنونکی فېض محمد ځلاند وايي: « پاکستان تل د افغانستان په اړه دوه رنګه منافقانه سیاست خپل کړی. د دوی نظامیان، سیاسیون او حتا ولس کې متنفذین د افغانستان په اړه شوم اهداف لري او د بدرنګو پالیسیو په پاللو سره د افغانستان په کمزورۍ کې خپلې ګټې ویني. پاکستان ته د یوه ګاونډي مسلمان هېواد په توګه په کار دي چې د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړي او افغانستان ته سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړي. موږ ته هم په کار ده په داخلي مشروعیت باندې کار وکړو او د پاکستان په اړه له ملي دریځ خبرې وکړو او ټول افغانان په یوه خوله د افغانستان د دوښمنانو پر وړاندې ودرېږو.»

ځینې نور بیا په دې اند  دي چې  اسلام‌اباد لوېدیځ ته د خپلې ژمنتیا ثابتولو لپاره له ځينو هېوادونو سره خپلو پالیسيو کې بدلون راوستلی.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « پاکستان تل د خپلو ګټو پر بنسټ له افغانستان سره د هر ډول وسایلو، ابزارو، ډېپلوماسۍ او اړیکو کار اخسیتی. دوی اوس په دې فکر کوي چې د ټرمپ په راتګ سره غربي نړۍ او یا زبرځواک هېوادونه غواړي په افغانستان کې اصلاحات راولي یا مداخله وکړي او یاهم د طالبانو پر وړاندې عمل وکړي. نو دوی هم مخکې له مخکې د طالبانو له اسلامي امارت سره خپل مخالفت اعلانوي.»

د پاکستان پر بهرنیو پالیسیو او له افغانستان سره يې پر اړیکو وروسته له هغې نيوکې زياتې شوې چې د هندي او افغان چارواکو ترمنځ لیدنې تودې شوې.

 له بلې خوا، څو ورځې وړاندې د هند بهرنیو چارو وزارت هم د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې پر عامو خلکو د پاکستان هوايي بمبارۍ وغندلې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي
افغانستان

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي
افغانستان

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي
افغانستان

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده
افغانستان

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي
افغانستان

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی
افغانستان

خالص: ښارونو کې د نفوسو تراکم د چاپېریالي ککړتیا او ناروغیو زیاتېدو سبب شوی

مې 13, 2026

وروستي خبرونه

ټي‌پي د پاکستانپوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

ټي‌ټي‌پي د پاکستان پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د عصري زده کړو خلاف دي

مې 14, 2026
یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

یو‌.اېن.ډي.پي: ۲۸ میلیونه افغانان د خوړو له ناامنۍ سره مخ دي

مې 14, 2026
هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

هرات امنیه قوماندانۍ له زرګریو غلا کوونکې مور او لور نیولې دي

مې 13, 2026
له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

له شبرغان – بلخ ته د ګازو نل لیکې غځولو کارونه بشپړېدو ته نږدې شوي

مې 13, 2026
امربالمعروف وزارت: زموږ پر قانون نيوکه پر اسلام نیوکه ده

اسلامي امارت: نړیوال بنسټونه دې د موجوده  نظام پر لاسته راوړنو سترګې نه پټوي

مې 13, 2026
مولانا فضل الرحمن: د پاکستان پوځ او ملکي حکومت له۴۰ کلونو راهیسې نیابتي جګړو کې ښکېل دي

مولانا فضل الرحمن: پښتونخوا کې حکومتي واک محدود او چارې د وسله‌والو ډلو لاس کې دي

مې 13, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist