مسګري له مس فلز څخه د لوښو او نورو ظریفو توکو د جوړولو هنر دی چې د افغانستان یو له لرغونو او خورا تاریخي لاسي صنایعو ګڼل کېږي.
افغانستان کې د مسي لوښو او نورو قېمتي توکو له جوړښت څرګندېږي چې د دې هنر مخینه زرګونه کالو ته رسېږي.
بلخ یو له هغو ولایتونو دی چې لاهم په کې يو شمېر کسان په دې لرغوني هنر بوخت دي او هڅه کوي د زرګونو کالو زوړ هنر لا ژوندی وساتي.
دا مهال د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې پر مسګرۍ بوخت د ګوتو په شمېر هنرمندان پاتې دي.
له مسو جوړېدونکي لوښي چې پخوا به هر کور کې ترې ګټه اخیستل کېده، اوس یې جوړوونکي وايي، بازار ترې مشابه بهرنیو توکو نیولی او د دوی په لاس جوړ شوي توکي پېرودونکي نه لري.
دغه مسګران له خلکو غواړي چې له کورني مسي لوښو ګټه واخلي او دغه راز له سرپرست حکومت هم پر ورته بهرنيو وارداتي توکو د مالیاتو لوړوالی غوښتنه کوي.
مسګر عبدالقیوم وايي: « د المونیم، پلاسټیک او نېکل څخه جوړو شویو اوسنیو یو ځل مصرف توکو په پرتله مسین لوښي یوڅه ګران دي. د خلکو اقتصاد کمزوری دی او له دې لوښو ګټه اخلي، ځکه خو د مسګرۍ صنعت کار کم شوی.»
مسګر عبدالمنان وايي: « پخوا هرڅه همدلته جوړېدل او زموږ له لاسونو وتل او په بازار کې پلورل کېدل. خو اوس هرڅه پلاستیکي جوړ شوي، د مسو پر ځای نېکلي راغلي. د مسینو سماوارونو او آب دانونو پر ځای پلاسټیکي بېلرونه راغلي او خلک ترې کار اخلي.»
بله خوا، مزارشریف ښاریان له مسي لوښو د ګټې نه اخیستلو لامل لوړه بیه، ډېر وزن او د خلکو خراب اقتصادي وضعيت بولي.
دوی د بهرنيو مشابه اجناسو بیه ټیټه او د کيفیت له اړخه ښه بولي.
د مزار شريف اوسېدونکی صالح خان مومند وايي: « که څوک غواړي یو مسین لوښی واخلي، د هغه په بیې سره نور دوه درې ډوله لوښي اخیستلی شي. د خلکو اقتصاد هم دا تقاضا نه کوي چې ګران بیه مسي لوښي واخلي.»
د مزار شريف یو بل اوسېدونکی محمد نسیم ارمان په دې اړه وايي: « که څه هم د هېواد تولید د هېواد ویاړ دی، خو د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو نه شي کولی مسي توکي واخلي. له بهر راتلونکي لوښي او توکي هم ظریف دي او هم یې بیه ټیټه ده.»
په همدې حال د بلخ کسبګرو خونې مسوولین که څه هم د یاد صنعت په ژوندي ساتلو کې له خپلو هڅو خبر ورکوي، خو له خلکو هم غواړي چې له کورنيو تولیداتو ګټه واخلي.
د بلخ د کسبګرو خونې رییس میرویس احمدي وايي: « که د برېښنا موضوع وي دلته حل شوې، که د ځمکې موضوع وي حل شوې او هغه د دوی خام مواد چې له بهر راځي د هغو ستونزه هم حل شوې. همدارنګه هغه بې کیفیته مال چې له بهره به راتله او ګمرک کېدو به نه او فساد په کې کېده، اوس هغه ستونزه هم حل شوې ده. اوس مهال هېڅ داسې مال په قاچاقي توګه نه شي راتللی چې له دې واړندې راتله.»
په ټولیزه توګه، اوس مهال نه یوازې د مسګرۍ صنعت بلکې د هر ډول لاسي صنایعو بازار پیکه شوی دی.
د لرغونو او لاسي صنایعو کاروباریان دغو توکو لپاره په کوردننه او بهر د نندارتونونو جوړول او پر بهرنيو مشابه توکو د مالیاتو لوړول هغه ګامونه بولي چې ښايي د دغو صنایعو له بیا ژوندي کېدو او بازار غوړېدو سره مرسته وکړي.