Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳ میلیارد افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/13

د ریاست ‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۷ پروژې منظورې او د ۹ نورو یې تړونونه تعدیل کړل.

چارواکي وایي، په منظور شویو او هغو پروژو کې چې قراردادونه يې تعديل شوي، د کابل د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل جوړول، د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې د باروړونکو موټرو لپاره تم ‌ځای جوړول، د آقینې، اندخوی او تورغونډۍ بندرونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ پروژو ترمیم، په کندهار، هلمند او فراه کې د نوري فایبر لینونو غځول شامل دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: « د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند پر مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۷ پروژو قراردادونه منظور کړل او د ۹ نورو یې تعدیل کړي دي. د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډې ته له اجنډا سره سم ۳۲ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له ډلې یې د ۱۷  پروژو قراردادونه منظور شول.»

فطرت وايي، په دغو پروژو کې د کابل ښار د یو شمېر داخلي سړکونو اساسي جوړول، په بېلا بېلو ولایتونو کې د برېښنا اړوند پروژو د پاتې چارو بشپړول هم شامل دي چې په خبره يې د ملي بوديجې له لارې به تمویل شي.

فطرت په دې اړه وايي: « د کابل ښار د یو شمېر داخلي سړکونو اساسي جوړول، په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا په برخه کې د شته پروژو د پاتې چارو بشپړول او یو شمېر نورې پروژې شاملې دي چې اسلامي امارت به یې تمویلوي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان د يادو پروژو تطبیق د اقتصادي ودې لپاره مهم بولي او له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې په ټولو ولایتونو کې د کارموندنې په موخه نورې زيربنايي پروژې هم پلې کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « د بندونو جوړول ډېرې مهمې او حیاتي پروژې دي. سره له دې چې خلکو ته د کار زمینه برابروي، د خلکو د رفاه سبب کېږي، هېواد ته د آبادۍ او بیا رغونې په لوري حرکت ورکوي.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « دغسې پروژې چې د افغانستان لپاره زېربنايي او بنیادي پروژې دي، په اقتصادي او اجتماعي برخه او د فقر له منځه وړلو کې ډېرې مهمې دي.»

په ورته مهال، اقتصاد وزارت د ملي تدارکاتو کمېسیون له خوا د ۱۷ پروژو منظورېدل د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره بنسټېزه اړتیا او اغېزناکې بولي.

د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي: « د ریاست الوزا اقتصادي مرستیالۍ له خوا د شاوخوا ۳ میلیارده افغانیو په ارزښت د ۱۷ منظور شویو او ۹ تعدیل شویو پروژو د چارو پيل کېدل چې د کورنیو عوایدو او پراختیايي بودیجې له لارې تمویلېږي، د زېربنايي جوړښتونو لکه سړکونو، رېل پټلۍ، برېښنا، مخابراتو، ټکنالوژۍ او نورو برخو کې د هېواد اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره بنسټيزې اړتیاوې برابروي او د اوږدمهاله اقتصادي پرمختګ او دغه راز د ټولنې د رفاه لپاره خورا مهمې اغېزې درلودای شي.»  

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت د مالوماتو له مخې، د کاسا زر، ټاپي او  ټاپ پروژو عملي کېدل به پر اقتصادي پراختیا سربېره، افغانستان ته د ټرانزیټ له درکه هر کال د پام وړ عواید ولري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

ولس: د پاکستان خلاف دفاعي حالت چاره نه ده، تهاجمي حالت دې غوره شي

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید په کور دننه توند غبرګونونه پارولي

مارچ 18, 2026
ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو پر امېد روغتون د برید په تړاو د خپلواکو څېړنو غوښتنه کړې

مارچ 18, 2026
د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

د پوځي رژیم هوايي برید کې د روږدو درملنې روغتون بشپړ ویجاړ شوی

مارچ 18, 2026
پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

پر امېد روغتون د پوځي رژیم برید ډېری ټپیان وزیرمحمد اکبرخان روغتون ته لېږدول شوي

مارچ 18, 2026
د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

د قربانیانو کورنۍ: پر روغتون د پوځي رژیم او اسراییلو بریدونه هېڅ توپير نه لري

مارچ 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist