Skip to content
د افغانستان جمعيت اسلامي ګوند د چهار شبنې په ورځ د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۷ مه» يوه خبرپاڼه خپره کړې، چې په کې ویل شوي، د واک انحصار به افغانستان يوه داسې وضعيت ته ورسوي،چې حل کول به يې د هېڅ ډلې په وس نوي.
خبرپاڼه کې د طالبانو له خوا اعلان شوې کابینه د افغانستان ثبات او دایمي سولې پر وړاندې یوه ننګونه بللې شوې ده.
د جمعيت اسلامي ګوند د خبرپاڼې یوه برخه:« په ډاډ سره وايو،چې د دې غلطو انحصاري پاليسو دوام به نه یوازې افغانستان يو دايمي سولې او ثبات ته ونه رسوي،بلکې دا بحران به هېواد ډېرو ګواښوونکو ځايونو ته ورسوي،چې هېڅ ډله يا ګوند به يې نه شي حل کولی.»
وړاندې اسلامي امارت د عمومي عفوې ترڅنګ له مسلکي کادرونو غوښتنه کړې وه،چې هېواد کې پاتې شي او له دوی سره ګډ کار وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی امان الله هوتکي وايي:« طالبانو مخکې ژمنه کړې وه،چې مسلکي کسان به ګوماري خو داسې ونه شول، خو طالبان وايي، دا سرپرسته کابينه ده او د قدرت د خلا مخه نيسي.»
د مسلکي کسانو د نشتون سربېره پر اعلان شوې سرپرسته کابينه له دې اړخه هم نيوکې کېږي،چې د نورو حزبونو او ډلو رنګ په کې نه ليدل کېږي.
اخوا د اسلامي امارت مسولين بيا تازه اعلان شوې کابينه سرپرسته بولي او راتلونکي کې مسلکي کسانو او نورو قشرونو ته د دندو د ورکولو خبره کوي.
د اسلامي امارت د فرهنګي کمېسیون غړی وايي:« دا کابينه سرپرسته ده او موږ به راتلونکي کې هغو کسانو ته ځای ورکړو،چې مسلکي او وړ کسان دي.»
په اعلان شوې کابينه کې ډېری داسې کسان دي،چې د طالبانو پورې مربوط دي او د مخکيني نظام کادرونه او مسلکي کسان په کې نه ليدل کېږي.