Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

  کندهار کې ۲ زره طالب سرتېرو ته ځانګړی یونیفورم ورکړل شو 

admin by admin
2021/09/08

 ځایي چارواکي وايي، دغه يونیفورم یې هغو طالب سرتېرو ته ورکړی دی، چې ښار کې  د امنیت او نظم په موخه پر دندو ګومارل شوي.

 دوی وايي، تر اوسه پورې یې دوه زره طالب سرتېرو ته دغه رسمي یونیفورم ورکړی او ډېر ژر به دغه لړۍ د کندهار ټولو ولسوالیو ته هم وغځوي. 

د چارواکو په خبره،له دې وروسته به له ټاکل شوي یونیفورم پرته هیڅ طالب سرتېری ښار کې د وسلې ګرځولو اجازه ونه لري.

د کندهار امنیت آمر مولوي عبدالرشید منیب وايي:« کله چې دوی پر ګزمه  وي،نو ولسونه باید دوی وپېژني، یا که خلک ستونزه ولري، له دوی سره یې په اسانۍ سره  شریکه کړي. نو دا زموږ لومړنۍ اړتیا وه.»

بل پلو د کندهار ښار اوسېدونکو د مسوولینو دغه ګام ستایلی او هېله لري،چې په دې سره به د ښار نظم ډاډمن شي.

د کندهار ښار یو تن اوسېدونکی وایي:« زه ډېر  د خوشالۍ احساس کوم،چې ټولو ته یو قسم لباس جوړ شو. موږ ته هر یو جلا جلا رامعلومېږي،چې دا یو افغانی دی. الله مو ساتونکی  دی، خو وروسته زموږ ساتونکي دوی دي.»

هغه طالب سرتېري،چې تازه ورته ځانګړی یونیفورم ورکړل شوی، ژمنه کوي،چې د خلکو خدمت او ښاري نظم لپاره به کار کوي.

یو تن طالب سرتېری وايي:« موږ به له خلکو سره ښه چلن کوو. ټول افغانان خوښ دي. خلک نور له جګړو ستړي دي.»

دغه ګام ورورسته له هغه پورته شوی،چې څو ورځې وړاندې کندهار ښار کې ځینو کسانو د طالب په نوم د خلکو کورونو ته ورغلي، وهلي ډبولي یې دي او د خلکو موټرونه او پیسې یې ترې وړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist