Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: د الوتنو پیل سره هغه کسان د بهر تلو اجازه لري چې قانوني اسناد ولري

admin by admin
2021/09/07

د اسلامي امارت د مطبوعاتو غړی بلال کریمي وايي، تر اوسه پورې هوايي ډګرونو کې تخنیکي چارې نه دې بشپړې شوي او نه هم نړیوالې الوتنې پيل شوي.

کریمي وايي، د الوتنو له  پيل سره به هغو کسانو ته د بهر تلو اجازه ورکړي چې قانوني اسناد او مدارک ولري.

کریمي زیاتوي: «تردې مهاله نړیوالې الوتنې نه دي پیل شوي، کله چي پیل شوې، افغانان کولای شي چي قانوني اسناد ولري، له هېواده بهر ولاړ شي.»

په ورته وخت کریمي هغه ګونګوسې هم رد کړې، چې ګواکې د نوي حکومت تر اعلان پورې څوک بهر ته د تلو اجازه نه لري.

اخوا د سیاسي یو شمېر شنونکي بیا ټینګار کوي چې طالبان دې د هغو کسانو مخنیوی نه کوي چې غواړي بهر ته ولاړ شي.

دوی وايي، دا د هر وګړي حق دی چې له قانوني لارو بهر ته تګ راتګ وکړي او غوښتنه کوي چې له روان وضعیت نه دې بهرنیان غلطه استفاده نه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی حکمت حکمت وايي: «ټول افغانان قانوني حق لري چي له هېواد څخه بهر ولاړ شي او هېڅوک یې مخنیوی نه شي کولای، بلکې امریکا دې له دغه حالت څخه ګټه نه پورته کوي.»

ځیني نور بیا له افغانانو غواړي چې له زغم او حوصلې دې کار واخلي او تر هغې چې الوتنې نه وي پیل شوي، بهر ته د تلو هڅې دې نه کوي.

د سیاسي چارو شنونکی حسن حقیار وايي: «ټول افغانان کولای شي، له هېواد څخه بهر ولاړ شي، خو تردې مهاله پوري به هوايي ډګرونه نه وي فعاله، د پاسپورټ سیستم نه شته نو د حکومت له فعاله کیدو سره به هرڅه عادي حالت ته راوګرځي.»

بل پلو  د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د دوشنبې په ورځ د قطر پلازمینې دوحې ته رسېدلی او هلته به د طالبانو د سیاسي رهبرۍ غړو سره  افغانستان کې پر روان وضعیت او دلته د پاتې بهرنیو وګړو او افغان کارکوونکو په تړاو خبرې وکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist