Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

هېواد کې خصوصي پوهنتونونه یو ځل بیا پرانېستل شول، خو نجونې او هلکان به بېل وي

admin by admin
2021/09/07

د طالبانو واک تر لاسه کولو وروسته هېواد کې  خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زدکړو موسیسې دوشبنه د« ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۵ مه » بېرته پرانېستل شوې،خو په پوهنتونونو کې د هلکانو او نجونو تر منځ پرده وهل شوې.

د پوهنتون استاد وايي:« د اسلامي امارت د نوې لايحې له مخې،چې خصوصي پوهنتونو ته يې استولې،د نجونو او هلکانو صنفونه بېل شوي، يو شمېر ځانګړي پوښاک ورته په نظر کې نيول شوی.»

د پوهنتونونو د بېرته پرانېستل،په لومړۍ ورځ ډېر کم شمېر زده کړيالان درسونو ته تللي وو.

لوی بدلون د نجونو او هلکانو د ټولګيو بېلوالی دی،خو ستونزه هغه پوهنتونونو ته ده،چې په ټولګيو کې د نجونو شمېر کم دی او نه شي کولی،چې يوې يا دوو زدکړیالانو ته بېل بېل ټولګي جوړ کړي.

یو تن زدکړیال وايي:« نن د پوهنتونو لومړۍ ورځ ده، زدکړیالان ډېر کم راغلي دي، کېدای شي وروسته خلک عادي شي.»

بل خوا يو شمېر نجونې د کابل له عمومي وضعيت اندېښنه لري او له نويو تغيراتو سره په وېره کې دي.

د دوی په باور حجاب مراعت کول يې خوښېږي،خو نور لګېدلي محدودیتونه به يې د درسونو مخه ونيسي.

یو زدکړیاله وايي:« موږ حجاب خوښوو،خو نور محدوديتونه زيات دي او هغوی کوښښ کوي، چې موږ بېرته پخواني حالت ته یوسي، زياتره نجونې له دې وېره لري.»

د وږي  په ۱۵ يوازې خصوصي پوهنتونونه پرانېستل شول،خو لا هم د دولتي پوهنتونو په اړه کره مالومات نه شته،چې کله او په کومو شرايطو به پېل کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist