Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: نوی حکومت به ژر اعلان شي، خو سرپرست به وي

admin by admin
2021/09/06

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشبنه د « ۱۴۰۰ کال د وږي پر ۱۵ مه» کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، په نږدې څو ورځو کې به نوی حکومت اعلان شي او د افغانستان ټول قشرونه به په کې ځان وګوري، خو دغه حکومت به د سرپرست په توګه خپل کارونه پرمخ بیايي.

 مجاهد زیاته کړه:«اوس یوازې پر تخنیکي برخو کار روان دی، چې حکومت اعلان شي او موږ یې هم د اعلان لپاره تلوار لرو، خو هڅې روانې دي چې اساسي کار وشي او په لنډو شپو کې به د نوي حکومت د اعلان شاهدان اووسو. وړاندوینه دا ده چې نوی حکومت به  د سرپرستۍ په بڼه خپل کارونه پرمخ یوسي او له دې هدف دا دی چې په راتلونکي  کې د اصلاحاتو او تغیر لپاره په کې په اسانه بدلون راوستل شي.»

د راتلونکي حکومت په تړاو بېلابېل تحلیلونه کېږي، ډېری په دې باور دي چې د طالبانو پر وړاندې دوه انتخابه دي، لومړی یې خپله داعیه ده، هغه څه چې دوی افغانستان کې د اسلامي نظام په جوړولو ټینګار کوي او بل داسې حکومت چې  نړۍ یې د رسمیت پیژندلو لپاره وړاندیز کوي.

د سیاسي چارو شنونکي وايي، اوس دغو دوه انتخابونو طالبان په دوه لاري کې پریښي، چې له امله یې د حکومت اعلان ځنډېدلی دی.

د سیاسي چارو شنونکی نصرت الله حقپال وايي: «طالبان په دوه انتخابونو کې راګیري دي، یو د دوی شل کلنه داعیه چې د دوی جنګیالیو د اسلامي نظام د شریعت تطبیق او د اسلامي حاکمیت لپاره جنګیدلي دي او بله د نړیوالو قدرتونوغوښتنه ده چې دوی باید د رسمیت پیژندنې لپاره سیکولر نظام جوړي کړي او یا هم نیمه اسلامي او نیمه سیکولر نظام وي، چې هغوی دوی هم د منلو وي او د دوی جنګیالیو ته هم اوس دغه دوه انتخابه د طالبانو لپاره سخت کار دی.»

طالبان وايي، پر داسې یو حکومت کار کوي چې په کور دننه ټول افغان ولس ته د منلو وي او ټولې پرګنې په کې ځان وګوري.

د امریکا په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو او نړیوالې ټولنې وار له مخې، د راتلونکي حکومت په رسمیت پيژندلو لپاره شرطونه ایښي، چې ترهګرو ډلو سره د اړیکو نه ساتل، د ښځو حقونو او بیان ازادۍ ته ژمنتیا یې درې مهم شرطونه دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist