Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مایکل: طالبانو د مزار شریف په هوايي ډګر کې شپږو امریکايي الوتکو ته د الوت اجازه نه ده ورکړې

admin by admin
2021/09/06

د امریکا متحده ایالتو د سنا مجلس د بهرنیو چارو کمیټې مسوول مایکل مک کول وايي، طالبانو یې په بلخ ولایت کې الوتکو ته د الوت اجازه نه ده ورکړې.

 مک کول وايي، دوی غوښتل چې د مزار شریف هوايي ډګر له لارې خپل امریکايي اتباع او ژباړونکي راوباسي، خو د طالبانو له لوري برمته کړای شوي دي.

مک کول ادعا کړې ده چې طالبانو دغه کسان د یو لړ غوښتنو په بدل کې برمته کړي دي.

مک کول زیاتوي: «زه ګومان کوم چې د اګسټ له ۳۱مې وروسته موږ هېڅوک نه دي راوستلي، ځکه زموږ ۶ الوتکو غوښتل چې د مزارشریف هوايي ډګر له لارې بهر ته ولاړ شي، خو طالبانو یې د الوت مخه نیولې ده. په دغو الوتکو کې امریکايي اتباع او د امریکايي پوځ ژباړونکي ول. زما په اند هغوی دغه الوتکې برمته کړي او په بدل کې به یې څه غواړي.»

اخوا د جرمني لومړۍ وزیره انګېلا مېرکل بیا وايي، اوس اړ دي چې د خپلو اتباعو د اېستلو په تړاو مستقیم له طالبانو سره خبرو ته کیني.

مېرکل زیاتوي: «اوس چې طالبان د هرڅه مسوول دي. موږ اړ یو چې له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړو او د خپلو خلکو د اېستلو خبرې ورته وکړو. اوس هلته بل داسې ادرس نه شته، چې سړی ورسره خبرې وکړي. موږ په جدي توګه هڅه کوو چې د جرمني اتباع له دغه هېواده وباسو.»

طالبان دغه ادعا نه ردوي او نه یې تائیدوي، خو زیاتوي چې په دې تړاو یې څیړنې دوام لري، چې هلته څه پیښ شوي دي.

خو د مزار شریف هوايي ډګر مسوولین وايي، دغو مسافرو ته یې ځکه اجازه نه ده ورکړې،چ ې ویزه او نور اسناد یې نه درلودل.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکايي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د تخلیې په برخه کې دا شرط نه و ذکر شوی، چې د اېستل کیدوونکو کسانو سره باید اسناد موجود وي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist