Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د پښګرۍ کسب مخ پر غوړېدو دی

ننګرهار کې د پښګرۍ کسب مخ پر غوړېدو دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/16

ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار د پښګرانو(اهنګرانو) کوڅه کې سلګونه کسان پر پښګرۍ بوخت دي او د همدې کسب له لارې خپلې کورنۍ ته عاید ګټي.

پښګران وايي، ننګرهار کې دغه کسب د پخوا په پرتله غوړېدلی او هغه توکي چې په لوړ قیمت او ټیټ کیفیت له پاکستان او چین واردېږي، دوی یې همدلته په ښه کیفیت او مناسبه بيه جوړوي.

پښګر شمس‌الدین وايي: « پخوا هر څه له پېښوره راتلل، خو اوس د اړتیا وړ ټول توکي دلته جوړېږي، دلته ښې ډېرې کارخونې فعالې دي.»

پښګر غلام محمد وايي: « پخوا به زموږ لپاره بېچلې، کولنګونه او نور توکي له بهره راتلل، خو اوس هرڅه دلته تولیدېږي. همدارنګه لاس ګاډي (کراچۍ) به هم له بهره راتلې او موږ ته ډېر قېمته پرېوتل، خو اوس په ښه کیفیت دلته جوړېږي او موږ هم د خپل وطن تولیدات اخلو.»

دوی د ډبرو سکرو د بیو لوړوالی او له بهره د عوضي توکو واردېدل د خپلو توليداتو پر زيان بولي او ټینګار کوي چې پر يادو توکو دې تعرفه لوړه شي.

د نواب خان په نوم پښګر وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې له بهره وارېدونکي توکي دې بند کړي ترڅو خلک زموږ په لاس تولید شوي توکي واخلي. موږ دلته له بېلچو نیولې تر رمبي پورې هرڅه تولیدوو.»

غلام محمد پښګر په دې اړه وايي: « که دلته د تولید کېدونکو توکو په څېر وارداتي توکو باندې تعرفې لوړې شي، دا زموږ کاروبار به وچلېږي او په دې سره به د ډېرو خلکو کاروبار ښه شي.»

د ننګرهار ځايي مسوولین وايي، د صنعت کارانو ملاتړ ته ژمن دي او بازارونو کې له منظمې ارزونې وورسته به د اړتيا په صورت کې پر عوضي توکو ګمرکي تعرفه لوړه کړي.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ ریاست کې د سوداګریزو چارو آمر شاکرالله ستانکزی وايي: « په هر قلم توکو کې چې افغانستان پرځان بسیا شوی، موږ په خارجي پخو اموالو باندې تعرفه لوړه کړې. موږ به د بازار ارزونه وکړو او له هغې وروسته به ولایت مقام ته د خلکو دا غوښتنه ولېږو. د مقام له لارښوونو سره سم به اجراأت هم وشي.»

کسبګر او خلک غوښتنه کوي چې سرپرست حکومت باید داخلي تولیداتو ته د بازار مومندنې او ملاتړ په موخه له بهره پر واردېدونکو عوضي توکو تعرفه لوړه کړي، ترڅو د صنعتکارانو روزګار لا وغوړېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي
افغانستان

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی
افغانستان

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه
افغانستان

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی
افغانستان

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026

وروستي خبرونه

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

هېواد کې د تېلو بیې لوړېدل: خلک او موټر چلوونکي د لګښتونو له لوړېدو شکایت کوي

جولای 7, 2026
اقتصادي مرستیالي: د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور له حقیقت لرې دی

نړیوال بانک افغانستان کې د خواړو خوندیتوب لپاره د پانګونې غوښتنه کړې

جولای 7, 2026
ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

ملګري ملتونه: ۷۵ سلنه افغان وګړي خپلې لومړنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولی

جولای 7, 2026
روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

روغتیا وزارت د صحي سکټور ځان بسیاینې لپاره د نړیوال تخنیکي او مالي ملاتړغوښتنه کړې

جولای 7, 2026
د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

د افغان ستورمزلي عبدالاحد مومند جنازه کابل کې خاورو ته ورسپارل شوه

جولای 7, 2026
د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

د کانکور پایلې اعلان شوې: حقاني وايي افغانستان عصري علومو کې له نړۍ شاته پاتې دی

جولای 7, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist