Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

طالبان: پنجشیر ولایت مو نیولی دی

admin by admin
2021/09/06

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن دوشبنه د « ۱۴۰۰کال د وږي پر ۱۵ مه» کابل کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل،  د پنجشیر ولایت چارواکو سره یې مذاکراتو پایله ورنه کړه او له خبرو وروسته اړ شول چې د جګړې له لارې یاد ولایت ته داخل شي.

 مجاهد وایي، پنجشیر کې یې زیاد شمیر لرې واټن ویشتونکې،سپکې او درنې وسلې نیولي دي.

دغه راز هغه وايي، دوی ته راپورونه رسیدلي چې امرالله صالح تاجکستان هېواد ته وتلی او نور کسان یې له پنجشیر تښتېدلي دي.

مجاهد زیاتوي: «موږ ته چې ورستي او ناتائید شوي راپورنه رارسیدلي، امرالله صالح تاجکستان هېواد ته تښتیدلی او نور کسان یې هم پنجشیر  کې نه شته او نادرکه دي.»

طالبانو او پنجشیر کې د مقاومت جبهې پنځه ورځو نښتو کې یو بل ته د درنو تلفاتو اړولو ادعاوې کولې، خو چارواکو د اوښتې مرګ ژوبلې په تړاو معلومات ورنه کړل.

مجاهد د پنجشیر جبهې د ویاند فهیم دشتي د وژلو په تړاو وویل، هغه د دوی له لوري نه دی وژل شوی .

پنجشیر کې د طالبانو ضد جبهې مشر احمد مسعود په یوه  پیغام کې د اسلامي امارت پر ضد د ولسي قیام غوښتنه کړې  او ټینګار یې کړی چې مقاومت ته دوام ورکوي.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، د پنجشیر نیول د هېواد او سیمې د امنیت لپاره اړین وه.

د سیاسي چارو شنونکی ذاکر جلالي وايي: «زه فکر کوم طالبانو هم نهایي هڅه وکړه، چې ژر تر ژره د پنجشیر ستونزه حل کړي، تر څو اوږدې جګړې او د بلې کورنۍ جګړې ټول امکانات له منځه ویسي او ټول افغانستان په امن او سوله کې یو موټی او یو ځای شي. تر څو د نوي حکومت اعلان سره یو ډول ننګونې موجودې نه وي .»

اسلامي امارت د کابل په ګډون د هېواد ۳۳ ولایتونه ترخپل حاکمیت راوستي و، خو پنجشیر هغه یو ولایت وه چې طالبان یې درې اوونۍ وروسته په بشپړ  ډول نیولو بریالي شول. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist