Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مجاهد: د نړیوالو مشروطې مرستې نه غواړو

admin by admin
2021/09/06

د افغانستان اسلامي امارت ویاند  ذبیح  الله مجاهد نن  دوشنبه د «۱۴۰۰کال د وږي پر ۱۵ مه» رسنیو مرکز کې خبریالانو ته وویل، د بشري احساس له مخې، د نړیوالو مرستو څخه هرکلی کوي،خو په خبره یې که د حکومت د څرنګوالي پر شرط بهرنیان مرستې کوي،دوی یې نه مني.

 نوموړي ټینګار وکړ،چې د افغانستان راتلونکی حکومت به له هر ډول بهرنۍ لاسوهنې ازاد وي او افغانان به د خپلې خوښې پرېکړې کوي.

مجاهد د پنجشیر وضعیت ته په اشارې وویل، هلته یو شمیر کسان وو،چې جنګ ته یې لمن وهله،خو که اوس هم عادي ژوند ته راوګرځي،دوی ور سره مشکل نه لري.

مجاهد د پنجشیر خلکو ته ډاډ ورکړ،چې له هغوی سره به هېڅ ډول توپيري چلند نه کېږي.

نوموړي زیاته کړې،ټول یې ورونه دي او د یوه هېواد او یوه هدف لپاره به مشترک خدمت کوي.

طالب ویاند دا هم وویل،په هغو  راپورونو کار کوي،چې ویل کېږي امرالله صالح له افغانستان وتلی دی.

مجاهد وویل، د ملي اردو، پولیسو او استخباراتو له کار کوونکو سره به یو ځای پر ګډه کار وکړي او د هغوی له وړتیاوو به ګټه واخلي.

په ورته وخت کې هغه وايي، پنجشیر کې نیول شوې درندې وسلې به د هېواد په سلا کوټونو کې ځای پر ځای او د خاورې د ساتنې لپاره به ترې کار واخېستل شي.

مجاهد د مقاومت جبهې ویاند فهیم دشتي د وژل کیدو په تړاو وویل، دشتي د پنجشیریانو خپل منځي نښتې پر مهال وژل شوی دی.

د مجاهد په خبره فهیم دشتي د قوماندان جرات او ګل حیدر ترمنځ د شخړې حل ته ورغلی و، چې د هغوی په خپل منځي نښته کې ووژل شو.

فهیم دشتي پخوانی ژورنالیست، سیاسي کارپوه،د  څه مودې لپاره د افغانستان د ژورنالیستانو د ټولنې مشر او اوس یې د طالبانو پر ضد د جوړې شوې مقاومت جبهې ویاندویي کوله.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist