د ګاونډیو هېوادونو سربېره د سیمې یو شمېر هېوادونو په افغانستان کې امن او ټیکاو ارزښتناک بللی.
افغانستان کې د امن او ثبات لپاره د پاکستان، ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو پر کرښه یا انلاین غونډه کړې ده.
په دغه غونډه کې ویل شوي، چې یو سوله ییز افغانستان به د اقتصادي نوښتونو، پیاوړو اړیکو، پرمختللې سوداګرۍ او سیمه ییز نښلتیا کې مهم رول ولوبوي.
د انلاین غونډې برخه والو منلې، چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې د امنیت، ټیکاو او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.
دغه ناسته تېره ورځ ترسره شوي، چې مشري یې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق پر غاړه لرله.
د پاکستان، ایران، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازو د ورته ناستو جوړولو پر دوام هم ټینګار کړی.