د ای، اېس، ای د مشر راتګ خلکو ته دا پوښتنې پیدا کړي، چې پاکستان هند ته دا ثابتوي، چې پر طالبانو نفوذ لري.
بل پلو داسې هم ویل کېږي، چې پاکستان ادعا کوي د تحریک طالبان پاکستان ډله افغانستان کې ده او هلته په پاکستان کې بریدونه کوي، نو د مخنیوي لپاره یې کابل ته راغلی.
ښایي له پاکستان سره دا اندېښنه هم وي، چې څو ورځې مخکې طالبانو د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر غوښتنه وک،ړه چې د سیمې هېوادونو سره دې د افغانستان په اړه خبرې نه کوي او افغانستان خپل واکمنان لري.
جنرال فیض حمید د کابل په سيرينا هوټل کې خبریالانو ته ویلي، پاکستان غواړي، په افغانستان کې د ثبات او یو ټولشموله حکومت جوړولو لپاره کار وکړي.
تر اوسه نه دي ویل شوي، چې د ای، اېس، ای مشر له طالبانو سره کتلي او که نه.