Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت له فساد سره پر جدي مبارزې ټینګار کوي

فساد سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ اسلامي امارت له فساد سره پر جدي مبارزې ټینګار کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/10

د ډسمبر نهمه له اداري فساد سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ داسې مهال نماځل کېږي چې افغانستان له څو لسيزو راهیسې او په ځانګړې توګه له ۲۰۰۱ کال راهيسې د نړيوالو ارزونو پر بنسټ، د اداري فساد له امله سخت اغېزمن شوی.

د سیاسي چارو کارپوهان که څه هم په تېرو درېيو کلونو کې له اداري فساد سره شوې مبارزه مثبته ارزوي، خو زياتوي چې په کار ده چې سرپرست حکومت په دولتي ادارو کې د اداري فساد مخنيوي لپاره مسلکي کسانو ګومارنې ته لومړيتوب ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وايي: « په دې برخه کې لکه څرنګه چې لازمه وه ګامونه پورته شوی وای، لا نه دي پورته شوي. لاهم ګومارنې د خپل پالنې، ملګرتیا او انډیوالۍ پر اساس کېږي. متخصص کادرونه یا څنګ ته شوي یا له هېواده وځي او یا هم نه ګومارل کېږي. همدارنګه موږ د متخصصو کادرونو د روزنې لپاره هم پروګرامونه په پام کې نه لرو. دغو کارونه خپله مالي فساد ته زمینه برابره کړې.»

د سیاسي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « اداري فساد په افغانستان کې ډېره اوږده سابقه او تاریخي مخینه لري او زموږ له نظامونو سره موجود و او د همدې اداري فساد له امله زموږ نظامونه ړنګ شول.»

بله خوا د سرپرست حکومت مرستیال ویاند وايي، په افغانستان کې د اداري فساد پر وړاندې جدې مبارزه شوې او په دې برخه کې لاهم هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت د وياند مرستیال حمد الله فطرت وايي: « اسلامي امارت د فساد پدیدې د ریشه کنۍ لپاره پوره مصمم دی او په پراخه کچه او جدي توګه له فساد سره مبارزه کوي؛ ترڅو په ادارو کې فساد صفر ته ټیټ کړي.»

د روڼتیا څار نړیوال سازمان له خوا د فساد په نړیوال شاخص کې پر فساد ککړو هېوادونو د روان کال په ډلبندۍ کې افغانستان د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۱۲ درجې راښکته شوی او ۱۶۲ ځای يې خپل کړی.

دغه سازمان د ۲۰۲۳ کال په کلني راپور کې د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د اداري فساد کچه ارزولې او درجه بندي کړې ده چې له دې ډلې افغانستان له ۱۰۰ امتیازونو څخه د ۲۰ امتیازونو په لرلو سره، ۱۶۲ ځای لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist