Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار اوسېدونکي: د خوراکي او نورو توکو بیې خورا لوړې شوي

admin by admin
2021/09/04

د ختیځ ننګرهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي  شکایت کوي،چې د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې خورا لوړې شوي او  د رانیولو توان یې نه لري، ځکه وروستیو ناخوالو له اقتصادي اړخه سخت ځپلي دي.

 دوی وايي،  له مسولینو غوښتنه غواړي،چې  ژر دې د توکو نرخونه کنترول  کړي.

دوی زیاتوي،چې،په تېرو درې اونیو کې بې کارۍ ورسره شته امکانات ختم کړي اوس باید ورته نوی دولت د کار کولو زمینه برابره کړي، تر څو لوږه او د پېسو نه شتون یې ژوند ونه ګواښي. 

د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی وايي:«  وړاندې ډېری کسانو دندې لرلې، خو اوس دندې نه لري. له دوی سره،چې کومې پيسې وې،هغه په خلاصېدو دي، نو خلک له ډېر ستر بحران سره مخ دي. له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې خلکو ته د کار زمېنه برابره کړي. » 

یو شمېر ښاریان وايي،څومره ژر چې کېدی شي،د طالبانو اسلامي امارت دې ټولې چارې عادي کړي،تر څو خلک له هغو ستونزو را ووځي،چې اوس ورسره لاس او ګرېوان دي.

د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی وايي:« اسلامي امارت باید خلکو ته د کار زمینه برابره کړي. دلته عام خلک ډېر غریب دي، ان څوک چې سوال کوي، اوس پیسې نه ورکول کېږي. ټول په خپله وېره  کې دي.» 

 ځينې بیا وایي، له ښاره په لېرو پرتو سېمو کې بیا د خوراکي توکو له نه شتون سره مخ دي او  پر مسولینو غږ کوي،چې په دې برخه کې  جدي ګامونه پورته کړي. 

د جلال اباد ښار یو تن اوسېدونکی وايي:«د افغانستان له اسلامي امارته مو غوښتنه دا ده،چې بېرته ژر تر ژره چارې عادي کړي. د ښار نظم،نرخونه، تجارت او همدارنګه د ښار امنیت ته جدي پاملرنه وکړي. »

 د طالبانو د اسلامي امارت د یو شمېر توکو نرخونه ټاکلي او د کار په برخه کې یې ولسونو ته ډاډ ورکړی دی، خو بیا هم د وږو تر بیګاه صبر نه کېږي.

وروسته له هغې،چې طالبانو پر هېواد ولکه ټینګه کړې، په لویو ښارونو کې د خوراکي او سون توکو نرخونه له بل هر وخت ډېر لوړ شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist