Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات اوسېدونکي د سون توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي

د هرات اوسېدونکي د سون توکو بیو له لوړوالي شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/09

د ژمي له راتګ سره په هرات ښار کې د سون توکو بیې لوړې شوې چې د ځايي اوسېدونکو په خبره، د ژمي ساړه موسم کې یې ژوند ورسره ستونزمن شوی.

دوی زیاتوي، د تېر کال پرتله د ډبرو سکرو بیه نږدې دوه برابره زیاته شوې. دوی له مسوولینو غوښتنه کوي چې د اوسني وضعیت په پام کې نیولو سره، د بازار څارنه وکړي او د توکو د احتکار مخه ونیسي.

د هرات اوسېدونکی سید نعیم رحیمي وايي: « سږ کال د سون توکو بیې ډېرې لوړې دي. تېر کال د یو من ډبرو سکرو بیه ۱۵۰ افغانۍ وه خو سږ کال ۲۵۰ افغانیو ته لوړه شوې. له یوې خوا ژمی دی او له بلې خوا خلک بېوزله دي. له مسوولینو غوښتنه کوم د سون توکو بیو ته لږ پاملرنه وکړي.»

د هرات یو بل اوسېدونکی عبدالحق احمدي وايي:« متأسفانه قانون نه پلی کېږي، څوک له نرخپاڼې سره سم خرید او فروش نه کوي. په ټانکر کې سون توکي یو ډول بیه لري، په دوکان کې بل ډول او بل ځای بیا بله بیه وي. لږ چې هوا سړه شي، نرخونه بره روان شي، خو چې پوښتنه وکړې وايي ډالر لوړ دی؛ اوس خو ډالر هم لوړ نه دی خو بیا هم نرخونه ولې جګ دي.»

د سون توکو پلورونکي د ملامتۍ ګوته د وارېداتو بندېدو ته نیسي او وايي، اوس مهال له پاکستان څخه د سون توکو د وارداتو بندېدو له امله د څلور کیلو ډبرو سکرو بیه له ۱۵۰ څخه ۲۵۰ افغانیو ته لوړه شوې او په خبره يې، که سرپرست حکومت د سون توکو د وارداتو لپاره زمینه برابره کړي، بازار کې به يې بيې هم ټيټې شي.

د سون توکو پلورونکی محمد اعظم شهبازي وايي: « د بیو لوړېدو ۹۹ سلنه علت له پاکستان څخه د ډبرو سکرو نه راتګ دی، سږ کال دغه لاره بنده ده، اوس ذغال له ایران څخه قاچاقي راځي او له دې امله چې ډېره کرایه پرې راځي، بیې ورسره لوړې شوې دي.»

د سون توکو پلورونکی بورجان وايي: «کاش موږ ته ارزانه راتلی چې ارزانه مو ورکړي وای. موږ ته په ۲۵۰ هم واره نه کوي. مال نه شته، غزني ته پسې ځو خو هلته هم له ځنګلونو لرګي نه راځي.»

هر کال د ژمي په راتګ سره هرات کې د سون توکو بیې لوړیږي، خو د یاد ولایت ښاروالۍ مسوولین وایي، هڅه کوي بازازونو کې د نرخپاڼو په وېشلو سره بیې کنټرول او د احتکار مخنیوی وکړي.

د هرات ښاروالۍ ویاند عبدالهادي نوري وايي: « د هرات ښاروالۍ یوه ځانګړي کمیسیون ته دنده سپارلې ترڅو د ولایت مقام، سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ په اوونۍ کې یو یا دوه ځله ټول بازار بررسي کوي. موږ ښاریانو ته ډاډ ورکوو چې بازار د ښاروالۍ په کنټرول کې دی او بیې به نورمال وي.»

د لرګیو او سکرو لوړو بیو له امله هرات مېشتو د خپلو کورونو تودولو لپاره د برېښنا او ګازو څخه هم د بدیل سون توکو په توګه ګټه اخیستنې ته مخه کړې، خو د برېښنا دوامداره پرچاوۍ دغه ستونزه لا پسې زیاته کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist