Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: امریکا د اقتصادي فشارونو پر  زور په نوي حکومت د غوښتنو منلو هڅه کوي

admin by admin
2021/09/04

د سیاسي چارو  یو شمېر شنونکو  په باور امريکا او ځينو متحدينو ته يې يوازينۍ لار اقتصادي فشارونه دي،چې په سيمه کې خپل نفوذ وساتي.

له هغې وروسته،چې افغانستان کې د جمهوريت نظام سقوط او طالبان واک ته ورسېدل،د امريکا او ځينو متحدينو مرستې يې پر افغانستان ودرېدې.

امریکا شااوخوا د افغانستان لس میلیارده ډالر په مشروط ډول  کنګل کړي دي، هغه څه چې د افغانستان مالي نظام ننګولی شي.

د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي،چې  اقتصادي فشارونه به طالبانو ته يوه ستونزه وي، په داسې حال کې چې د دوی حکومت نوی او له خپلو منابعو يې ګټه اخېستل لا نه دي پېل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی  امان الله هوتکي وايي:« طالبان دې نړیوالو قوانینو  او د  اروپايي ټولنې قوانینو ته غاړه کېږدي او دا ډېره اړېنه ده. که څېرې طالبان دې قوانینو ته غاړه کې نږدي، نو  د امریکا او نورو غربي نړۍ فشارونه به پر طالبانو نور هم زیات شي.» 

سره له دې چې ځينې اسيايي هېوادونو په بېلابېلو برخو کې د بشردوستانه مرستو ژمنې کړي،خو دا مرستې ځکه بسنه نه کوي،چې ورستيو دوو کالونو کې د افغانانو اقتصاد کورونا وبا او اوس بې کارۍ ځپلی دی. 

بل خوا پر طالبانو غږ دی،چې د امريکا او ملګرو هغو غوښتنو ته دې په هرقېمت غاړه نږدي،چې د افغانستان د ځان بساينې او پرمختګ مخه نيسي.

د سیاسي چارو شنونکی  ډاکټر عبدالروف جهاديار وايي:« زه د اسلامي امارت پر کارکوونکو او مجاهدینو غږ کوم،داسې فشارونو ته تسلیم نه شئ، ورخظا نه شئ او  تر تاثیر لاندې رانه شئ.» 

اسلامي امارت افغانستان کې تازه واک ته رسېدلی،خلک ورته له دې نظره خوښ دي،چې له غلو په امن دي او جنګونه پای ته رسېدلي،خو ډېری یې  د اقتصادي ستونزو له کبله  بیا اندېښنه لري.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد
لوبې

پکتیا کې د «اریوب پریمیرلیګ» سیالیو اووم پړاو پای ته ورسېد

جولای 30, 2026
د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د کندهار ملي موزیم په یوه تاریخي ودانۍ کې په نوې بڼه پرانستل شو

جولای 30, 2026
د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې
افغانستان

د هرات مسافرو لېږدونکو موټرو ترمینل چارې ۴۵ سلنه بشپړې شوې

جولای 30, 2026
د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني
نړۍ

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان باید جمو او کشمير کې د خلکو غوښتنې ومني

جولای 30, 2026
ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان کې وروستیو طبیعو پېښو بشري وضعیت سخت کړی

جولای 30, 2026
عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري
اقتصاد

عزیزي: دا مهال هېواد کې له ۶ زرو ډېرې تولیدي فابریکې فعالیت لري

جولای 30, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist