د کابل ښار یوشمېر ښځېنه فعالانې وایي، نن سهار یې دخپلو حقونو غوښتنې لپاره لاریون کړی و، چې د طالبانو له لورې یې مخنیوی شوی دی.
دوی وایې، طالبانو د یوې ښځې سر هم مات کړی دی .
دغو ښځو له طالبانو غوښتنه وکړه، چې په راتلونکي حکومت کې ونډه ورکړي.
لاریون کوونکې وايي، په هغو برخو کې دې دندې ورکړل شي په کومو کې، چې دوی زده کړې کړي دي.
لاریون کوونکې ښځې په کابینه کې هم ونډه غواړي او ټینګار کوي، چې د د دوی له ګډون پرته ورته نوی حکومت د منلو نه دی.
طالبان وایي، دغو ښځو هڅه کوله، چې ارګ ته ننوځي، خو دوی یې مخنیوی کړی دی.