د فراه ولایت لرې پرتې خاک سفېد ولسوالۍ په ننګ آباد کلي کې د ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
ځايي مسوولین وایي، دغه پروژه د ملګرونو د ښځو ادارې په مالي ملاتړ او په افغانستان کې د ښځو لپاره ټولنیزې چوپړتیاوې (واسا) دفتر په تخنیکي همکارۍ بشپړه او ګټه اخیستنې ته وسپارل شوه.
د دوی په خبره، دا مرکز په ورځني ډول شاوخوا ۳۰۰ ناروغانو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کولی شي.
د فراه عامې روغتیا رییس احسانالله شاکر وايي: « دا پروژه به د ۱۰ میاشتو په لړ کې تطبیق کېږي او تمه شته چې په راتلونکي کې هم تمدید شي او خدمات یې دوام داره وي.»
د فراه اقتصاد رییس جمالالدین جلالي وايي: « د فراه ولایت د خاک سفېد ولسوالۍ خاص د ننګ آباد کلي لپاره دغه خدمات کافي نه دي. له دوی مو غوښتنه دا ده چې موږ ته لا ډېره توجه وکړي، په ځانګړې توګه دغه کلینیک او د فراه خلکو ته.»
له دې سره، په فراه کې د نړیوالو او داخلي موسساتو مسوولین وایي، په نږدې راتلونکي کې به روغتیایي خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي پر وړاندې شته ستونزو د حل په موخه د ورته یو شمېر نورو روغتیایي مرکزونو جوړولو چارې هم پيل کړي.
په فراه کې د جک بنسټ رییس عبدالوحید رحیمي وايي: « دلته پنځه کلینیکونه دایمي دي او درې نور په ننګ آباد، خشک آبه او اسلام آباد کې هم له نېکه مرغه فعال شول؛ دا ټول ۸ واړه کلینیکونه د خاکس سفېد د خلکو لپاره دي. ډېر ژر به د دې خلکو لپاره یو بل کلینیک یا روغتون هم جوړ شي، په دې اړه له ولایتي چارواکو سره همغږي شوې ده.»
په فراه کې د واسا دفتر رییس عبدالجلیل فروغ وايي: « خدمتونه په معیاري بڼه وړاندې کېږي او موږ هغه ټول ملاحظات په پام کې نیولي چې له ټولنیز پلوه ورته اړتیا ده. دلته ټول ګومارل شوي ډاکټران د همدې ولایت او ولسوالۍ اوسېدونکي دي.»
ځايي اوسېدونکي د روغتیا په برخه کې له شته ننګونو شکایت کوي او وایي، دلته د روغتیایي خدمتونو کموالي او لارو خرابوالي له امله ډېری وخت ناروغان پر لاره ژوند بايلي او هيله من دي چې د نويو روغتيايي مرکزونو په جوړېدو سره به يې ستونزې څه نا څه حل شي.
د فراه اوسېدونکی الله داد وايي: « زموږغوښتنه دا ده چې د ښځو د زیږون لپاره هم اسانتیاوې برابرې شي، ځکه چې تر ښاره او نورو لرې ځایونو پورې نه رسېږي. همدارنګه که د ماشومانو د خوارځواکۍ درملنې لپاره خدمت وکړي، موږ به ډېر خوشاله شوو.»
د فراه یو تن بل اوسېدونکی عبدالقدیر وايي: « دوی دې خپلو کارونو ته ادامه ورکړي، موږ ولس له دوی سره همکار یو او تل یې خدمت کوو.»
خاک سفېد د فراه ولایت یوه له لرې پرتو ولسوالیو ده چې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې یې اوسېدونکو یې د روغتیایي خدمتونو له کمښت شکایت درلود.