Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: طالبان باید یو ټول شموله حکومت جوړ کړي

admin by admin
2021/09/02

د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وایي طالبانو ته په کار ده چې خپل حکومت د افغانستان له ټولو قومونو جوړ کړي.

 د سیاسي چارو تحلیل کوونکی طارق فرهادي وايي: «طالبان به دوه درې ورځو کې خپل حکومت اعلان کړي. زموږ هیله او امید دا ده هغه کسان چې طالبان هم نه دي، باید حکومت کې شامل شي په دې خاطر چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی.»

په قطر کې د طالبانو  سیاسي دفتر مرستیال  شیر محمد عباس ستانکزي  ویلي، دوی به نږدې دوو ورځو کې یو حکومت اعلان کړي.

طالبانو نړیوالو او خلکو ته د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو ژمنه ورکړې ده.

که څه هم تر اوسه د راتلونکي حکومت جوړښت او چوکاټ څرګند نه دی او په دې اړه قضاوت له وخت مخکې دی، چې طالبان به اسلامي جمهوري او که د اسلامي امارت تر عنوان لاندې خپله اداره اعلان کړي، خو د اوس لپاره د ټاکنو له لارې حکومت راتګ ناشونی دی.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکي وايي، طالبان به نورو ته واک او صلاحیت ور نه کړي ترڅو بهرني او کورني سیاست کې پرېکړې وکړي.

د سیاسي چارو تحلیل کوونکی ویس ناصري وايي: «هغه کسان چې طالبانو سره په ټول شموله حکومت کې یوځای کېږي،هغوی به په پرېکړو کې هېڅ واک او صلاحیت ونه لري ټولې پرېکړې به د طالبانو له لوري نیول کېږي. بله دا چې یو څو کسان لکه حامدکرزی،عبدالله عبدالله او حکمتیار  طالبانو سره یوځای شوي، په دې سره د طالبانو حکومت همه شموله نه بلل کېږي.»

له کابله لرې بیا دوحه کې چېرته چې د طالبانو سیاسي دفتر دی له نړیوالو سره د افغانستان په راتلونکې بحثونه روان دي.

طالبانو سره ډېری هېوادونو ژمنې کړي چې خپل بند سفارتونه به پرانیزي او د دې لپاره یې ځینې شرطونه طالبانو ته وړاندې کړي، چې د بشر حقونو، ښځو او بیان ازادي یې اساسي محور دی.

د پوهنتون استاد ذاکر جلالي وايي:«د سیمې هېوادونه به د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني. دلته د سیمه ییز اتصال بحث دی، د پایپ لاین بحث دی او بله دا چې د سیمې هېوادونه به د امریکا په نه شتون کې منطقه کې رامنځ ته شوې تشه ډکه کړي.»

تر اوسه پورې د طالبانو د مشرتابه ټاکنه د بیعت له لارې شوې، خو که راتلونکې کې د ټاکنو بحث موجود نه وي، ښایي افغانستان کې زعامت نور د بیعت له لارې وټاکل شي، چې په اسلام کې یو اصل دی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist