د افغانستان اسلامي امارت د مطبوعاتو غړی بلال کریمي وايي، په کابل هوايي ډګر کې د امریکايي ځواکونو له خوا ویجاړ شوي، ټول تجهیزات او چورلکې به ډېر ژر بیرته ورغوي.
د نوموړي په خبره، په پردیو هېوادونو اتکا کول همدا لامل دی چې وروسته له وتلو څخه هرڅه لمنځه وړي.
اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي د بهرنیو ځواکونو دا عمل عقده يي او له افغانستان سره خیانت بولي.
د سیاسي چارو شنونکی شعور نیازی وايي: «امریکایانو عقده یې چلند وکړ او طالبانو امریکا د څلور ورځو وخت ورنه کړ، ترڅو خپل کسان او محلي کار کوونکي وباسي. همدا لامل وو چې هر څه یې د کابل هوايي ډګر ترڅنګ د هېواد په بېلابېلو برخو کي لمنځه یوړل.»
ځيني نور بیا په دې باور دي چې له افغانستان سره د امریکا ټولې مرستې د دوی تر پوځي شتون وې او د وتلو پرمهال یې هرڅه ویجاړ کړل.
د سیاسي چارو شنونکی یحی چاوش وايي: «بهرنیو ځواکونو،چي له افغانستان څخه وتل پیل کړل، هرڅه یې لمنځه وړل او هرڅه یې د ځان لپاره جوړ کړي ول. کوم وسایل یې چې د ځان لپاره جوړ کړي ول، لمنځه یوړل او دا یو بشري جنایت دی.»
اسلامي امارت وايي٬ د کابل هوايي ډګر لپاره له قطر او ترکیه تخنیکي ټیمونه را رسیدلي او ټول هغه وسایل به بیرته ورغوي چي د امریکایانو له لوري لمنځه وړل شوي دي.