Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

نړۍ له طالبانو سره ډيپلوماتېکې اړېکې غواړي

admin by admin
2021/09/01

په افغانستان کې د امریکايي ځواک د شل کلن شتون له پای سره نړۍ له طالبانو سره ډیپلوماټيکې اړیکې غواړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن وايي،سفارت یې قطر ته لیږدولی،خو د افغانستان په تړاو به یې کاري ماموریت همدلته پای ته ونه رسیږي.

بلینکن زیاته کړه:«یوه موضوع،چې زه یې نن تاسې ته ویل غواړم دا ده،چې په افغانستان کې د امریکا فعالیت پای ته نه دی رسیدلی. موږ د راتلونکي لپاره پلانونه لرو. دغه ټول پلانونه به عملي کوو. موږ چې په دې شل کلنې جګړه کې کوم درسونه زدکړه کړي، په راتلونکي کې به ترې ګټه پورته کړو.»

اخوا د ملګرو ملتونو امنیت شورا هم د  افغانستان په تړاو ځانګړې ناسته کړې او هر غړي هېواد یې په تړاو خپلې اندیښنې او خوشبینۍ شریکې کړې.

د ملګروملتونو په امنیت شورا کې د امریکا استازې لیندا توماس هم پر ډیپلوماسۍ ټینګار وکړ  او زیاته یې کړه، چې ټول افغانان یې په خپلو الوتکو کې واېستلی نه شول.

توماس  زیاتوي:«موږ نه شو کولای،چې ټول هېواد په الوتکه کې خوندي ځای ته انتقال کړو. اوس هغه وخت دی،چې باید موږ د ډيپلوماسۍ لور ته ګام پورته کړو. اوونۍ وړاندې طالبانو ژمنه کړې وه،چې هغه کسان چې له هېواده وځي او یا وتل غواړي ازاد دي. نو اوس او په راتلونکي کې هم د ملګرو ملتونو  امنیت شورا هم له طالبانو غواړي،چې خپلو وعدو ته ژمن واوسي.»

په ورته وخت کې د بریټانیا بهرنیو چارو وزیر ډومینینک راب په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې خپل ماموریت بریالی او له لاسته راوړنو ډک بللی دی.

ډومینیک راب زیاته کړه:«تاسې باید هغو لاسته راوړنو ته پام وکړئ،چې موږ په دې شلو کلونو کې درلودې، دغو همکاریو د خلکو په ژوند کې ډېر بدلونونه راوستي وو. موږ پر خپلو پیسو او مالي پالیسۍ په دغه هېواد کې ډېر تغییرات رامنځته کړل. اوس یې وخت دی، چې نوي حقایق ومنل شي او پر دې توجه وشي،چې راتلونکي کې بریټانیا د دغه هېواد لپاره څه کولای شي.»

یو شمیر راپورونه بیا وايي، روسیې د سېمو هېوادونو کې خپل ځواکونه ځای پر ځای کړي او په افغانستان کې د داعش یا القاعدې هرې نوې جګړې لپاره چمتو دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو
فرهنگ او هنر

د هرات اختیارالدین کلا کې د ساینس او ټکنالوژۍ موزیم پرانستل شو

مې 7, 2026
تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي
روغتیا

تېر کال هلمند کې ۴۳۶ تنو ته مصنوعي غړي لګول شوي

مې 7, 2026
بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ
اقتصاد

بلخ کې د کیمیاوي سرې یوې کارخونې تولید پیل کړ

مې 7, 2026
چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه
افغانستان

چاریکارو کې د اوبو رسولو شبکه ګټه اخستنې ته وسپارل شوه

مې 7, 2026
افغانان: پاکستان بې باوره هېواد دی او پر خپله هېڅ ژمنه نه دی درېدلی
نړۍ

پاکستان کې د نا امنۍ او بې ثباتۍ دوام؛ ځینو هېوادونو د سیاسي استازولیو محدودولو ته مخه کړې

مې 7, 2026
پاکستان کې له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته ورسېد
افغانستان

د پاکستان بشري حقونو کمیسیون هلته د افغان کډوالو ځورولو پخلی وکړ

مې 7, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist