ولادیمیر زیلانسکي سپینې ماڼۍ ته د دواړو هېوادونو د امنیتي اړیکو پیاوړتیا په موخه امریکا ته ځي.
په پام کې ده، چې زیلانسکي او جوبایډن په ناټو کې د اوکراین د شاملېدو په تړاو خبرې وکړي.
زیلانسکي دا خبرې وروسته له هغې کوي، چې تېره اونۍ یې له لوېدیځو هېوادونو غوښتي وو، چې د کریمیا سیمې له امله پر روسیې بندیزونه زیات کړي.
اخوا تر اوسه دا راپورونه نشته، چې زیلانسکي به په دغه ناسته کې د کریمیا په تړاو له بایډن سره خبرې وکړي او که نه.