Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سید حبیب الله آغا: د محلي ټولګیو او لومړنیو ښوونځیو د نصاب بیا کتنه بشپړه شوې

سید حبیب الله آغا: د محلي ټولګیو او لومړنیو ښوونځیو د نصاب بیا کتنه بشپړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/04

د اسلامي امارت د پوهنې وزرات سرپرست سید حبیب الله آغا وایي، د انکشافي بودیجې د نه شتوالي له امله تر ډېره د پوهنې په برخه کې ودانیز کارونه نه شي ترسره کولی، خو په خبره یې په تېرو درېيو کلونو کې د بېلابېلو موسساتو په همکارۍ د هېواد پر کچه د ۱ زر ۴۰۰ ښوونځيو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي.

هغه په دې اړه وايي: « له اسلامي امارت سره د تعمیراتو جوړولو بودیجه نه شته او که وي هم ډېره کمه ده. موږ عادي بودیجه لرو، خو د معارف انکشافي بودیجه په نشت حساب ده. موږ په دې اړه هر کال له موسسو سره خبرې کوو.»

سرپرست وزیر له شمشاد سره په خبرو کې مني چې په لرو پرتو سیمو کې د مخکېني حکومت پرمهال د ښوونکو د ګومارنې او ځينو نورو برخو کې د غېرعادلانه وېش له امله د هېواد ډېری سیمې د معارف له پوښښ محرومې پاتې دي.

د سید حبیب الله آغا په خبره، پوهنې وزارت هڅه کوي ترڅو په ټولو سیمو کې د یوه منظم چوکاټ له مخې شته ستونزې هوارې کړي.

هغه زیاتوي: « په تېر نظام کې په ډېرې بې انصافۍ سره دا توزېع شوې، ډېر زیات بستونه لرو، سپين بستونه هم لرو؛ اوس یې موږ په ډېر حکمت راټولوو. موږ نه شو کولی له هغو کسانو دا بستونه واخلو؛ ځکه چې د خلکو احساسات راپاروي.»

د پوهنې وزارت سرپرست د نوي نصاب د چاپ او چمتو کېدو خبر هم ورکوي او زیاتوي، تر دریېم ټولګي پورې د سیمه ییزو ټولګیو او دغه راز تر شپږم ټولګي پورې د لومړنۍ یا ابتدائيه دروې نوی تعليمي نصاب چمتو شوی چې د مشرتابه تر منظورۍ وروسته به چاپ او پر زده کوونکو ووېشل شي.

د پوهنې وزارت سرپرست په دې اړه وايي: « د یوه انګرېز تاریخ به یې راوړی و، یا د یوه امریکايي تاریخ، زه انګرېز او امریکايي څه کوم بلکې زه خپل اتلان او قهرمانان لرم او زه خپل یو قهرمان په دا ټوله امریکا یې نه ورکوم. دا ټول مو له نصاب ویستل او خپل مو په کې راوستل. همدارنګه د پخواني نصاب دیني برخه کمزورې وه، هغه مو لږ ور زیاته کړه.»

د پوهنې وزارت سرپرست په خبره، وزارت یې د زده کړو په برخه کې د ټولو شته ستونزو د هوارولو لپاره کار کوي او ژر به لرې پرتو سیمو کې د زده کړو ته د هېوادوالو لاس رسی ډېر او د معارف پر وړاندې اوسنۍ ستونزې راکمې شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي
افغانستان

آی‌‌او‌اېم: د کاري فرصتونو او روغتیايي خدمتونو محدودیت، د افغانانو د مهاجرت لاملونه دي

سپتمبر 21, 2026
ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist