Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کابل کې د پاکستان سفیر:افغانستان کې د راتلونکي حکومت په تړاو کومه ملاحظه نه لرو

admin by admin
2021/08/31

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان له شمشاد سره د ځانګړې مرکې پر مهال وویل، د طالبانو راتلونکي حکومت په تړاو ملاحظه نه لري او په وینا یې د داسې حکومت ملاتړ کوي،چې افغانستان کې ټولې خواوې په کې خپل ځان وویني.

احمد خان زیاته کړه:« موږ د سولې پروسې پر مهال هم ویل او اوس هم دا غواړو،چې په افغانستان کې باید یو ټول شموله حکومت رامنځته شي،ځکه د افغانستان مساله پوځي حل نه لري. افغانان هم باید د خپلمنځي خبرو په لړ کې داسې یو حکومت رامنځته کړي،چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي او بشري حقونه په کې خوندي وي.»

احمد خان وایي،له طالبانو او افغان سیاستوالو او مشرانو سره یې په خبرو کې دا موندلې،چې ټول د یوه ټولشموله حکومت غوښتونکي دي.

سفیر د دې پوښتنې په ځواب کې،چې له کابل څخه اسلام آباد ته تللي افغان سیاستول لا هم هلته او په څه بوخت دي وویل:«هغوی اسلام آباد ته د سولې په برخه کې د سیاسي مشورو لپاره تللي وو. دوی د اشرف غني په حکومت کې هم اسلام  اباد ته بلل شوي وو،خو سفر یې بیا وځنډید. تر کومه چې زه مالومات لرم،ډېری یې له پاکستان څخه تللي دي،خو دقیق مالومات نه لرم.»

د پاکستان سفیر افغانستان کې د راتلونکې حکومت رسمیت پیژندلو په اړه وویل،دوی په تمه دي،چې افغانستان کې څه ډول حکومت رامنځته کیږي.

منصور احمد خان وایي، نړۍ د طالبانو له خوا د رامنځته کېدونکي حکومت د رسمیت پیژندلو لپاره شرطونه وړاندې کړي او دوی هم د یادې ټولنې د غړي په حیث د یوه داسې ټول شموله حکومت ملاتړ کوي،چې بشري حقونه او نړیوال قوانین پکې خوندي وي.

پرته له یو ولایت نه په ټول افغانستان د طالبانو له حاکمیت پوره دوه اونۍ تیریږي،خو دلته لا هم بشپړه سیاسي خلا حاکمه ده او  د ا.ا.ا د نوي حکومت پر رامنځته کولو نه دی بریالی شوی

ShareTweetShareSendSend

Related News

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی
افغانستان

پکتیا کې د حلبي سازۍ صنعت غوړېدلی

فبروري 5, 2026
د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو
افغانستان

د اندخوی ولسوالۍ مالګې کان ته غځېدلي سړک جوړولو کار پيل شو

فبروري 5, 2026
وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې
افغانستان

وروستیو ورښتونو د پاشدان بند اوبو کچه لوړه کړې

فبروري 5, 2026
سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی
نړۍ

سیف الاسلام قذافي د یوه برید په پایله کې وژل شوی

فبروري 5, 2026
په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی
اقتصاد

په نړیوالو بازارونو کې د سروزرو بیو نوسان، د افغانستان پر مارکېټ هم اغېز کړی

فبروري 5, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist