ایټالیا د افغانستان په اړه د جي اووه هېوادونو په بېړنۍ ناسته کې پر طالبانو د بندیزونو د لګول کېدو مخالفت کړی دی.
د راپورونو له مخې، د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي د جي اووه هېوادونو په تېره ناسته کې د طالبانو پر ضد د بندیزونو مخالفت کړی او ګډون کوونکي هېوادونه یې له یاد کار څخه منع کړي دي.
ویل کېږي، ماریو دراګي په دې لټه کې دی، چې په نږدې راتلونکې کې د جي ۲۰ هېوادونو ناسته، چې د افغانستان په اړه جوړېږي هم رهبري کړي.
دراګي به په جي شل هېوادونو ناسته کې هم پر طالبانو د لګول کېدونکو بندیزونو سخت مخالفت وکړي.